د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت مرستیال محمد فقیر محمدي طلوعنیوز ته ویلي هغه څه چې په هېواد کې اجرا کېږي، د اسلامي قوانینو پر بنسټ دي.
ښاغلي محمدي له طلوعنیوز سره په مرکه کې د ځينو نجونو د نیولو لامل په تړاو ویلي چې هغوی د حجاب نهمراعتولو له امله د کورنیو چارو وزارت د ښځینه ځواکونو له لوري یوه ځای ته راټولې کړل شوي او له لازمو سپارښتنو وروسته بېرته ازادې کړل شوې دي.
محمد فقیر محمدي زیاتوي چې حجاب د شرعي احکامو یوه برخه ده او د اسلامي قوانینو پر بنسټ یې باید اطاعت وشي.
محمد فقیر محمدي په دې هکله څرګندوي:«حجاب دی الحمدالله، دا نه د امارت حکم دی، نه د امر بالمعروف وزارت حکم دی، حجاب د ربالعالمین له لوري یو حکم دی، حجاب د افغانستان خلک الحمدالله سل په سلو کې دا غواړي، د حجاب متعلق هېچا تراوسه شکایت نهدی کړی چې موږ حجاب نهمنو.»
د امربالمعروف وزارت دغه لوړپوړی چارواکی وايي، له خلکو سره د بد چلند د مخنیوي په موخه محتسبینو ته بېلابېل سیمنارونه جوړ شوي دي.
د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت مرستیال وايي:«دوی ته موږ سپارښتنې کوو، لارښونه کوو، هغوی ته موږ مستقله رهنمايي کوو چې د قوم او ولس سره داسې چلند وکړي، د قوم ولس سره داسې وچلېږي چې د خلکو زړونه خپل کړي، اقامه د معروفاتو، د منکراتو ازاله به د شریعت په مطابق کوي.»
ښاغلی محمدي د خپلو خبرو په یوه برخه کې، د نړۍ له لوري پر اسلامي امارت د لګول شویو بندیزونو په اړه وايي، دغه بندیزونه پایله نه لري او نړۍ باید د افغانستان په کورنیو مسایلو کې لاسوهنه ونهکړي.
محمد فقیر محمدي زیاتوي:«باید دوی له اسلامي امارت سره ښه تعامل وکړي، اسلامي امارت په داخل کې لاسوهنې ونهکړي په ځانګړې توګه د امربالمعروف وزارت د دوی دا بندیزونه دا خو د اسلامي امارت هغه تګلاره شاته کولای نهشي. زموږ په کارونو کې خنډ او بندیز نه رامنځته کولای.»
تر دې مخکې د هغه څه له امله چې د حجاب نه مراعتول ګڼل شوي، د نجونو نیول کېدو د بېلابېلو هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو سخت غبرګونونه را پارولي و.
په دې اړه مو اندونه