Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

رپوټونه: کابل کې د ټي ټي پي او پاکستان حکومت ترمنځ د خبرو دوام

د پآکستان حکومت او د دغه هېواد د طالبانو تحریک ترمنځ د خبرو اترو په دوام، نن (چهارشنبې) څه باندې ۵۰ تنه قومي مشران په دغو خبرو اترو کې د ګډون لپاره کابل ته راغلي دي.

ځيني پاکستانۍ رسنۍ رپوټ ورکوي چې د پاکستان دولت د دغه هېواد د طالبانو له تحریک سره په خبرو کې چې د کابل په کوربتوب روانې دي، پرمختګ کړی دی.

بلخوا د پاکستان «ډان» ورځپاڼې ویلي دي چې د سرپرست حکومت رییس الوزرا ملا حسن اخند هم له دواړو لوریو سره لیدلي او د اوربند غوښتنه یې کړې ده.

         په پاکستان کې خبریال طاهرخان وویل:«قومي مشران او نور شخصیتونه چې ملکي دي، په کابل کې موجود دي.»

د اوربند غځېدل، د اسلامي شریعت تنفیذ، د طالبانو د تحریک د بندیانو خوشي کېدل او پخواني حالت ته د پاکستان د قبایلي سیمې راګرځېدل د دغو خبرو له محوري مسایلو دي.

د سیاسي چارو شنونکی شېر حسن حسن وویل:«د اسلامي امارت، د پاکستان طالبانو او پاکستان په مناسباتو کې له څو واقعیتونو سره مخامخ یوو. یو واقعیت دا دی چې پاکستان له افغان طالبانو سره په تېر او اوس کې ښه اړیکه لرلې ده او دویم واقعیت دا دی چې د پاکستان او افغانستان طالبان سره اړیکه لري.»

که څه هم تر ناڅرګند وخت پورې د دواړو لورو ترمنځ د اوربند د غځېدو رپوټ هم ورکړل شوی دی، خو تر اوسه د پاکستان دولت او د طالبانو تحریک په دې تړاو څه نه دي ویلي.

 د نظامي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:«د خبرو اترو تر نامه لاندې ډرامه پيل شوې نړۍ ته وښيي چې د افغانستان او پاکستان طالبان سره اړیکې لري.»

خو اسلامي امارت تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه