اروپایي ټولنې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د منځنۍ اسیا د یو شمېر هېوادونو استازو په قزاقستان کې د یوې غونډې پر مهال له اسلامي امارته غوښتنه وکړه چې د ښځو کار کولو او نجونو زدهکړو ته اجازه ورکړي.
دا ناسته چې د قزاقستان په الماتا ښار کې د افغانستان روان وضعیت د ارزولو په موخه تر سره شوه، ګډونوالو یې پهدې هېواد کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی ټوماس نیکلسون پهدې اړه وايي: «موږ باید هڅه وکړو چې نجونو او ښځو ته د زدهکړو او کار زمینه برابره کړو، څو هغوی په ټولنیزو چارو کې بشپړ ګډون ولري. موږ د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره سلګونه افغان ښځو ته د دې فرصت ورکوو چې له ځانګړو زدهکړو څخه په داسې حال کې برخمنې شي چې په خپل هېواد کې ترې بېبرخې دي او د خبرو په بل پړاو کې به د نجونو پر مخ د ښوونځيو پر پرانېستلو خبرې وشي.»
لهدې سره هممهاله د بشري حقونو د څار بنسټ په ګډون پنځه ویشتو نړیوالو سازمانونو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د یوه پرانېستې لیک له لارې په افغانستان کې بشري وضعیت د ښځو لپاره د نړۍ په کچه تر ټولو جدي ناورین بللی دی.
د بشري حقونو د څاربنسټ مرستیاله هېدربار وايي: «پرون د بشري حقونو د څاربنسټ او ۲۴ نورو بنسټونو د بشري حقونو شورا ته یو لیک ولېږه چې په یوې ځانګړې غونډه پر مهال په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت خبرې وکړي. زموږ له انده د طالبانو له لوري وروستي خنډونه ډېر شدید دي او د هغو هېوادونو پاملرنې ته اړتیا لري چې ځانونه د بشري حقونو ملاتړي بولي.»
بلخوا ټاکل شوې ده چې تر راروانې یوې اوونۍ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا پنځمه غونډه وشي، خو له دې غونډې څخه د افغانستان د ښځو مشخصه غوښتنه څه ده؟
وجیهه امیري د ښځو د حقونو فعاله وايي: « له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له مدافعانو د افغان ښځو غوښتنه دا ده چې پر طالبانو فشارونه ډېر کړي او دې ته یې اړ کړي چې د افغان ښځو غوښتنو ته غوږ ونیسي.»
دا په داسې حال کې ده چې سرپرست حکومت تل ویلي چې د اسلامي قوانینو په رڼا کې د ښځو حقونو ته ژمن دي.
په دې اړه مو اندونه