Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

معلولان شکایت کوي چې حکومت یې معاشونه نه ورکوي

په پلازمېنه کې یو شمېر معلولان شکایت کوي چې حکومت یې معاشونه نه ورکوي. د دوی په وینا، که څه هم د سږ مالي کال بودجه تصویب شوې ده، خو دوی ته یې تنخواووې نه‌دي ورکړل شوي.

عبدالواسع چې شاوخوا ۳۰ کاله مخکې د پغمان ولسوالۍ په شاوخوا سیمو کې په یوې ماین چاودنه کې معلول شوی، وايي، د معاش د نه ورکړې له امله اړ شوی چې کار وکړي.

معلول عبدالواسع وايي: «مخکې زموږ مشتریان ډېر و، اوس یوازې لس سلنه کسان پاتې دي. یوه چاینکه څاي څښي، لس افغانۍ ورکوي. ماښام کې راته پنځوس یا اویا افغانۍ پاتې کېږي. له دې هېڅ نه جوړېږي.»

له دې سره سم، یو شمېر نور معلولان هم له اسلامي امارته د خپلو معاشونو د ورکړې غوښتنه لري.

معلول زلمی وايي: «دري څلور ځله یې موږ بشري قوا ته وغوښتلو، نومونه یې راته ولیکل او وې کتل، ویل، د چهار شنبې په ورځ راشئ، معاشونه مو واخلئ، خو له هغې ورځې درې یا څلور میاشتې تېرې شوې، خو دا پنج‌شنبه را و نه رسېدله. ځینو ته پنځلس زره حواله شوې وې، خو هغه یې هم بندې کړې.»

معلول عبدالمبین وايي: «په کمېسیون کې د ډاکټر له معاینې هم خلاص شوي یوو، څو میاشتې وشوې، هر ځل چې بانک ته ورځو وايي، معاش مو نه‌دی راغلی.»

ورته مهال د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان وايي، د معلولانو د تشخیص او ثبت بهیر پای ته رسېدلی او په وینا یې په نږدې ورځو کې به یې معاشونه ورکړل شي.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت مالي او اداري عمومي رییس وکیل افغان وايي: «د یتیمانو او معلولینو کورنۍ په بېلابېلو ډولونو وېشل شوي، ټولو ډولونو او ټولو ګټګوریو ته معلوم مقدار معاش ټاکل شوی دی.»

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت په وینا، په دېه وزارت کې شاوخوا ۱۰۴ زره معلولین ثبت دي خو په تېر حکومت کې دغه شمېر ۴۵۰ زره وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه