Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پنجشېر کې د یوې پوځي چورلکې د غورځېدو په هکله بېلابېل لیدلوري

پنجشېر کې د پوځي چورلکې د غورځېدو په هکله بېلابېل لیدلوري دي. د مقاومت جبهه ادعا کوي چې چورلکه ویشتل شوې او عمله يې د دوی لاس ته لوېدلې.

خو د پنجشېر د والي وياند دا تورونه ردوي او وایي چې ځينې دغه خپاره شوي انځورونه نوي نه دي.

اخوا ملي دفاع وزارت وايي، چې چورلکه باندې تر بېړنۍ ناستې وروسته برید شوی او په دې اړه پلټنې روانې دي.

د پنجشېر د والي ویاند زیاتوي چې دغې چورلکه بېړنۍ ناسته کړې او په کې سپورو کسانو ته زیان نه دی رسېدلی.

د پنجشیر د والي ویاند ابوبکر صدیقي وايي:«سیمه د اسلامي امارت د ځواکونو په لاس کې ده او د هغې سپرلۍ ته زیان نه دی رسېدلی، هغه څه چې په خواله رسنیو کې خپاره شوي دي ځينې دغه انځورونه پخواني دي.»

بل خوا ملي دفاع وزارت وایي،چې دغې چورلکې د تخنیکي ستونزې له امله د پنجشېر ولایت په آرزو دره کې بېړنۍ ناسته کړې ده او له برید سره مخ شوې او په دې تړاو څېړنې ورانې دي.

د ملي دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي دي:«یوه ورځ مخکې د ملي دفاع وزارت یوه (MI-۱۷) ډوله چورلکه چې د هېواد د هوایي ځواکونو د انجنیرانو له خوا تازه ترمیم او په الوتنو بوخته وه، د پنجشېر ولایت په (ارزو) دره کې د تخنیکي ستونزو له امله بېړنۍ ناسته وکړه.

د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ د چورلکې له بېړنۍ ناستې وروسته باغیانو له فرصت نه په ګټه اخیستو یاده چورلکه سوځولې او له سیمې څخه تښتېدلي دي. ملي دفاع وزارت به د دې پېښې په تړاو تر بشپړو څېړونو وروسته جزیات شریک کړي.»

طلوع نیوز سیمې ته د لاسرسي نه لرلو له امله نه شي کولای چې په خپلواکه توګه د دغې څرخکې رانسکورېدل رد یا تایید کړي.

د نظامي چارو شنونکی اسدالله ندیم وايي:«غوره ده چې په دې برخه کې طالبان بنسټيز فکر وکړي، د روغې، د مذاکرې او د خبرو اترو له لارې د دغې مسلې د حل په فکر کې وي، په هغه صورت کې چې دغه وضعیت دوام پٍیدا کړي، له شک پرته په نږدې راتلوونکي کې به د افغانستان وضعیت شونې ده بدلون وکړي او د جګړې جغرافیه او اړخونه یې پراخ شي.»

بل خوا د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود له العربیه شبکې سره په مرکه کې وایي چې پر دغې جبهې جګړه تپل شوې ده. هغه ټینګار کوي که چېرې د طالبانو تګلاره بدله شي او د سولې خبرې ومني نو دی هم سوله تر جګړې غوره بولي.          

د مقاومت نومې جبهې مشر احمد مسعود وویل:«ځکه جګړه پر موږ تحمیل شوې ده. دا هغه څه نه دي چې موږ خوند ترې واخلو. خو باید وجنګېږو، ځکه بل غوراوی نه لرو.»

اسلامي امارت په دې تړاو نظر نه دی څرګند کړی. د مخکیني حکومت تر سقوط وروسته د اسلامي امارت او مقاومت جبهې ترمنځ خبرې ترسره شوې، خو دغو خبرو مثبته پایله نه لرله.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه