Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دیني عالمانو د غونډې له پایلې د ښوونکو او زده کوونکو ناهیلې

په کابل کې د دیني عالمانو له غونډې یوه ورځ وروسته یو شمېر ښوونکې او زده کوونکې وايي، چې له دې غونډې یې چې کومه تمه لرله هغه پوره نه شوه.

دوی وايي، چې د دې غونډې په پرېکړه ليک کې ښوونځيو ته د پاتې نجونو د ورتګ يادونه نه ده شوې او دې مسئلې دوی خواشينې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې له څه باندې نهو میاشتو راهیسې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي د زده کوونکو نجونو پر مخ تړلي دي.

داسې تمه کېده چې، د لویې جرګې په تالار کې د دیني عالمانو په درې ورځنۍ غونډه کې د نجونو د پاتې ښوونځیو د پرانیستو په تړاو پرېکړه وشي؛ خو د دغې غونډې په پرېکړه لیک کې د یادو ښوونځيو د پرانیستنې په تړاو هېڅ نغوته ونه شوه.

زده کوونکي شګوفه وايي:«له لویې جرګې زموږ غوښتنه دا وه چې زموږ ښوونځي پرانیزي. خو ونه شوه او موږ غوښتل چې د ښوونځيو په هکله خبرې وکړي. موږ به تر کله له خپلو زده کړو شا ته پاتې شوو. ځواب دې راکي چې ایا موږ د درس ویلو حق ونه لرو؟ زموږ له برخلیک سره ډېرې لوبې کېږي.»

زده کوونکي مومنه هم څرګندوي:«دا چې د ښوونځيو په هکله خبرې ونه شوې، د افغانستان نجونې یې زښته زیاتې ناهیلې کړې دي او دا د افغانستان د نجونو لپاره یو زده ماتونکی خبر دی.»

د پوهنتون استاد پرویز خلیلي وویل:«له بده مرغه په دې هکله هېڅ ډول پاملرنه او خبره ونه شوه چې دې له افغانستانه، له زده کړو، په افغانستان کې له ژوند کولو څخه ناهیلې کوي.»

له بل لوري په کابل کې د دیني عالمانو په غونډه کې د نجونو د پاتې ښوونځيو د برخلیک په نه روښانه کېدو سره د ځينو نړۍوالو بنسټونو اندېښنې راپارېدلي دي.

د بشري حقونو د څار بنسټ مرستیاله هیدر بار وايي:«دا ډېره خواشینې کوونکې ده؛ خو دا د تعجب وړ نه ده چې، د طالبانو په لویه غونډه کې د نجونو د پاتې ښوونځيو د پرانیستنې په تړاو څه ونه ویل شول. سره له دې چې، موږ هیله من وو؛ خو کله چې مو د ګډونوالو نوملړ ولید؛ نو پوه شو چې، د دغې غونډې ګډونوال ټول له طالبانو ملاتړ کوي او د نجونو او ښځو له حقونو دفاع نه کوي. نړۍواله ټولنه او ملګري ملتونه باید په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي، هغوی باید د نجونو او ښځو له حقونو ملاتړ وکړي.»

خو د اسلامي امارت مسوولین وايي، د دیني عالمانو د پرېکړه لیک پر بنسټ، اسلامي امارت به د دیني او عصري زده کړو په اړه پرېکړې وکړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګندوي:«اسلامي امارت د علماوو کرامو نظرونو، وړاندیزونو ته درناوی لري. اسلامي امارت همدارنګه په دې درشل کې جدي اقدامات په پام کې نیولي دي.»

په کابل کې د دیني عالمانو د درې ورځنۍ غونډې له ټولو ګډونوالو یوازې دوو کسانو یې د نجونو د پاتې ښوونځيو د پرانیستنې په تړاو څرګندونې وکړې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه