Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د څه باندې ۲۰ کارکوونکو وژل او ټپي کېدل

هرات کې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو او د هوایي ځواکونو پر کارکوونکو د وسله والو بریدګرو په دوو جلاجلا بریدونو کې د قول اردو دوه کارکوونکي وژل شوي او شل نور ټپیان دي.

د دغې نښتې پر مهال د ښوونځي دوه زده کوونکي هم ټپیان شوي دي.

وسله والو کسانو هم مهاله د هرات ښار په دوو برخو کې دوه پوځي موټر په نښه کړل او ډزې یې پرې وکړې.
 
 د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي وايي:«نن اوه بجې د سهار، څو وسله والو کسانو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د کارکوونکو په دوو لېږدونکو موټرو برید وکړ چې په پایله کې له بده مرغه دوه تنه کارکوونکي شهیدان شوي او ځينې هم ټپيان شوي دي. ورته مهال امنیتي او دفاعي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او بریدګر یې وژلي دي، د ملي دفاع وزارت مشرتابه د تسلیت او خواخوږۍ ترڅنګ شهیدانو ته جنت الفردوس او ټپيانو ته عاجله شفا غواړي.»

د پېښې شاهدان وایي، بریدګر له برید وروسته له سیمې په تېښته بریالي شول.

امنیتي بنسټونه وایي، یو تن بریدګر د امنیتي ځواکونو له لوري وژل شوی او یو بل په تېښته بریالی شوی دی.

دغو بریدونو د هرات ښار د اوسېدونکو اندېښنې را پارولې دي.

د پېښې شاهد عنایت الله وايي:«دوی پر یوه کاسټر موټر برید وکړ. لومړی یې د موټر پر شېښې ډزې وکړې، کله چې موټر ودرېد، دننه موټر ته یې لاسي بم واچوه کله چې له موټره راښکته کېدل بریدګرو ضربه کول.»

د مدني ټولنې فعال حسن حکیمي هم څرګندوی:«له بده مرغه د افغانستان خلک بیاځلې د دغو تاوتریخوالو او ناامنیو قرباني به شي او په افغانستان کې به د ډېرې بې وزلۍ او بدبختۍ لامل شي.»

دا په هرات ښار کې په تېر یوه کال کې پر دولتي کارکوونکو د وسله والو بې مخینې پېښه وه. تر اوسه د دغو بریدونو پړه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه