په کابل کې د یوې کورنۍ غړي وايي، پلار یې ایران ته پر لاره د تندې له امله مړ شوی.
دغه کورنۍ زیاتوي، پلار یې د بېوزلۍ او وزګارتيا له کبله کډوالۍ ته مخه کړه او وس یې نه درلوده چې د خپل پلار جنازه يې کابل ته رالېږدولې وای.
د دوی په وینا، ایران ته د تګ لپاره یې پیسې پور کړې وې، خو په شګلنو دښتو کې یې پلار له تندې ومړ.
د مړه شوي کس مېرمن فضیله وايي: «مېړه چې مې مړ شوی، اولادونه مې درې او څلور ورځې هم وږي پاتې شوي دي. مېړه مې پهدې خاطر ایران ته روان شو چې اولادونه مې وږي پاتې نهشي، اوس ډارېږم چې اولادونه مې له لاسه ور نهکړم.»
د دې کورنۍ اولادونه وایي، د خپلې کورنۍ د نفقې یوازینی پیدا کوونکی یې له لاسه ورکړی دی او مور یې د کار اجازه نهلري چې دې چارې ژوند کول ورته ګران کړي دي.
د مړه شوي کس لور حسینا وايي: «ویل یې درس ولولئ چې په راتلونکې کې مو په درد خوري، له درس سره یې ډېره لېوالتیا درلوده.»
ورته مهال د بشر او ښځو حقونو فعاله بهشته بلوچ وايي: «په افغانستان کې د کورنیو وضعیت په رښتیا د اندېښنې وړ دی، په تېره د هغوی لپاره چې د کورنۍ سرپرستان یې له لاسه ورکړي. مېرمنې د کار کولو او فعالیت اجازه نهلري. موږ له سرپرست حکومته غواړو چې ښځو ته د کار کولو اجازه ورکړي، څو د بېوزلۍ لمن ټوله شي.»
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو ویلي، له ۲۴ مېلیونو ډېر افغانان له ولږې سره مخامخ دي.
په دې اړه مو اندونه