Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد ته د افغان کډوالو پر ستنېدو د کاظمي قمي ټينګار

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي له افغان کډوالو غوښتي چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

ښاغلي قمي له یوې ایراني رسنۍ سره په مرکه کې زیاته کړې چې کډوال دې له ستنېدو سره دې د خپل هېواد په اقتصادي وده کې مرسته وکړي.
 
نوموړي په افغانستان کې د امریکا حضور ته له نغوتې سره، ټینګار کړی چې د افغانستان د کډوالۍ کړکېچ په دغه هېواد کې د امریکا متحده ایالتونو د کړنلارو له امله دی.

حسن کاظمي قمي ویلي:«څه باندې شپږ مېلیونه افغان وروڼه او خویندې کډوال لرو. دغه ټولګه د اجباري شرایطو لاندې چې په خپله ښکېلاک کړو لکه امریکا په افغانستان کې رامنځته کړي وو... کړکېچ رامنځته کوونکی دی.»

ورته مهال د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي د ځینو هېوادونو له خوا په زور د کډوالو ایستل او د هغوی ځورول د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د خړو پړو کېدو لامل کېږي.

ښاغلی مجاهد له ټولو هېوادونو غواړي چې باید له افغان کډوالو سره د نړۍوالو قوانینو له مخې چلند وکړي.

د اسلامي امارت ویاند څرګندوي:«هغه څه چې د دوه ملتونو ترمنځ بې باوري رامنځته کوي دا دی چې له کډوالو سره ناسم چلند وشي، یا کډوال ونیول شي یا په جبري توګه وایستل شي. په دې برخه کې موږ د ایران د تعامل غوښتونکي یو چې باید نارمل حالت حفظ شي او د کډوالو پر وړاندې ناوړه فشارونه استفاده نه‌شي.»

د کډوالو چارو کارپوه محمد خان طالبي هم وایي:«د کډوالو کوربه هېوادونه په ځانګړې توګه ګاونډیان او ترکیه د کډوالو پر وړاندې سخت‌دریځه سیاستونه خپل کړي دي.»

بل لور ته، ځينې افغان کډوال چې په ایران کې ژوند کوي د دغه هېواد د پولیسو له ناسم چلند او د افغان کډوالو د نیولو په تړاو شکایت کوي.

په ایران کې افغان کډوال اکبر په دې هکله وايي:«د ایران د پولیسو له خوا پر افغان کډوالو ظلم کېږي؛ داسې چلند ورسره کېږي چې حتا له څارویو سره هم نه‌کېږي.»

په ایران کې افغان کډوال میرویس هم وویل:«په ایران کې ډېری کډوال له بې‌کارۍ سره مخ دي او هغه کډوال چې په ایران کې د ژوند کولو لپاره قانوني اسناد نه‌لري د تابعیت له حقونو، لکه د کور لرل، ښوونځي ته تلل او په ازاده توګه سفر کولو څخه بې‌برخې دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، یوازې په وروستۍ یوه ورځ کې څه باندې یو زر او ۵۰۰ کډوالو د اسلام کلا بندر له لارې په زور او په خپله خوښه هېواد ته را ستانه شوي دي.  

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه