د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چې دمګړۍ د ایران په زندانونو کې نږدې ۷ زره افغان کډوال بندیان دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو مرستیال عبدالرحمن راشد وایي، دغه وزارت هڅه کوي چې دغه افغان کډوال ژر تر ژره را خوشې او بېرته یې هېواد ته را ولېږدوي.
د ښاغلي راشد په وینا، افغان کډوال د بېلابېلو لاملونو له امله نیول شوي دي.
عبدالرحمن راشد په دې هکله زیاته کړه:«په ایران کې هم کابو ۷ زره کډوال بندیان دي، په دې هکله د اسلامي امارت استازي تللي وو او د اسلامي جمهوریت له استازو سره یې خبرې کړې دي چې ۳۰۰ یا ۴۰۰ تنه خوشې شوي، د نورو د ازادۍ په هکله هم هڅې کوو.»
بلخوا، په ایران کې د افغان کډوالو استازي او د کډوالو د حقونو ځينې فعالان د ایران له حکومته غواړي چې له افغان کډوالوسره مناسب چلند وکړي او د نړۍوالو نورمونو پر خلاف چلند ونه کړي.
په ایران کې د افغان کډوالو استازی عنایتالله طلوعنیوز ته وايي:«دمګړۍ د ایران او پاکستان په بندخونو کې په زرګونو تنه دي چې په د درنو او سپکو جرمونو له امله بندیان شوي. د بندیانو کورنۍ له حکومته هیله لري چې دغه هېوادونه د کډوالو دوسیو ته چې کم جرمونه لري رسېدنه وکړي.»
ایران کې افغان کډوال محمد اکبر وویل:«دلته د کډوالو وضعیت ډېر خراب دی او به ایران کې پر کډوالو ډېر ظلم دی. موږ د امارت او د ایران حکومت مرسته غواړو.»
د کډوالو د حقونو فعال محمد ضیا طالبي هم څرګنده کړه:«د استلو لپاره د کډوالو نیول، د نړۍوالو کنوانسیونونو پر خلاف دي. کوربه هېوادونه باید د بشري معاهداتو په مطابق چې ټول هېوادونه دغو معاهدو ته ژمن دي، چلند وکړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، د روان لمریز کال له پیلېدو راهیسې څه باندې څلور سوه افغان کډوال د ایران له زندانونو خوشي شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.
په دې اړه مو اندونه