د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسوولانو وايي، دوی په هېواد کې د معلولانو د معاش لپاره څه باندې دیارلس مېلیارډه افغانۍ بودجه ځانګړې او ژمنه کوي چې له دې بودجې به د معلولانو د شپږو میاشتو معاشونه ورکوي.
د دې وزارت مسوولانو په کابل کې د یو خبري کنفرانس پر مهال ژمنه وکړه چې د ټولو مستحقو کسانو حقونه به ورکړي او په همدې موخه یې په هېواد کې معلولانو ته د تنخواوو د وېش بهیر هم پیل کړی دی.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال کلیم الله افغان وايي: «د هر معلول لپاره د هغوی معلولیت ته په کتو معاش ټاکل شوی دی او له تېرو اوولسو ورځو راهیسې هغوی ته د معاش ورکړه پیل شوې ده.»
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال عبدالحکیم حقاني وايي: «موږ یو ځل بیا د نړۍ پر هېوادونو غږ کوو چې د معلول، معیوب او یتیم پېسې دې ازادې کړي، دا د هغوی پیسې نهدي او نه هم د اسلامي امارت د چارواکو دي.»
بلخوا يو شمېر معلولان په یوې ناسته کې وايي، له پنځو مياشتو راهيسې یې تنخواوې نهدي اخستي چې له همدې امله له ګڼو اقتصادي ننګونو سره مخ دي.
اویا کلن زلمی نومی چې څلویښت کاله وړاندې یې په جګړه کې پښه پرې شوې ده او د یوې اووه کسیزې کورنۍ مسوولیت ورپرغاړه دی، د اسلامي امارت له لوري یې د تنخوا پر نه ورکول کېدو نیوکه کوي.
نوموړي پهدې اړه وویل: «په ژمي کې بشري قوان مرکز ته تللي وو، موږ یې معاینه کړو، ویل د چهارشنبې په ورځ دې معاش درکوو، خو څو میاشتې تېرې شوې دا چهارشنبه را ونه رسېدله.»
څلوېښت کلن عبدالمبین یو بل هغه معلول دی چې په ځلونو بېلابېلو ادارو ته تللی، خو په تېرو پنځو میاشتو کې یې تنخوا نهده ورکړل شوې.
عبدالمبین وايي: «د چهار شنبې په ورځ بانک ته لاړ، ویل، راتلونکې اوونۍ د هغو زرو کسانو نوملړ راځي چې یې ورکول کېږي، خو دا چهار شنبه هېڅ نه راځي او نوملړ هم نهدی راغلی. موږ ته دوکه راکوي.»
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په وینا، تر یوسلو دولس زرو زیات معلولان یې په ګوته کړي او هغوی ته یې د رسېدنې لپاره د اسلامي امارت مشر ته یوه طرحه لېږلې ده.
په دې اړه مو اندونه