په روزګان ولایت کې هغه مېرمني چي مېړونه او یا هم د کور سرپرستان یې په تېرو جګړو کې وژل شوي، له دولته د کار زمینې او مرستو برابرولو غوښتنه کوي.
ځايي مسوولان وايي، تازه یې هڅې پیل کړي، څو په ښار کې له دروېزګرو مېرمنو او بېسرپرسته ماشومانو سره اړینې مرستې وکړي.
په ترینکوټ ښار کې د دوبي په ګرمه هوا کې یو شمېر مېرمنو چې د کور سرپرستان یې د تېرو جکړو پر مهال وژل شوي، اوس اړ شوي چې د ډوډۍ پیدا کولو لپاره په ښار کې دروېزه وکړي.
د روزګان اوسېدونکې حسینه وايي: «عصبي ستونزه لرم، دارو او شربت ته اړتیا لرم، کوچنیان مې هم وږدي دي. هغه بله ورځ په لمونځ کې راوغورځېدلم او پر لویه لار هم وغورځېدلم، پردیو ښځو ته مې لاس نیولی دی، سل افغانۍ ما سره وې، پنځوس مې له بل چا څخه پور کړې.»
د روزګان اوسېدونکې اسما وايي: «کور مې په کندهار کې دی، اوس دلته راغلی یم، سهار راوځم تر ماښامه همدلته یم، سل یا یو نیم سل افغانۍ پیدا کېږي. درې اولادونه راتر غاړې دي.»
دغه مېرمنې وايي، دوی د کورنیو د اړتیاوو برابرولو مسوولیت لري او د کار د نشتوالي له امله دروېزې کولو ته اړ شوې دي. دوی له دولته غواړي چې دوی ته د کاري زمینو په برابرولو کې مرسته وکړي.
کونډه مېرمن صدرو ګله وايي: «کاش کې راته کار پیدا شي، کار خو ښه دی. ټوله ورځ راته کوچنیان ژاړي. زه ورسره ناسته یم، دوی هم راته ناست وي. دا نو څه ژوندی، په یوه کور کې پنځه شپږ کسان همداسې بېکاره ناست یوو.»
کونډه مېرمن کافیه وايي: «مرسته دې راسره وکړي، یو د خیاطۍ دوکان دې راته جوړ کړي. زه به پهکې یو څه خرڅ کړم او خپل ماشومان به پرې وروزم، زه نور څه وکړم. دا ماشومان دې راته واخلي مړه دې کړي.»
بلخوا مسوولان زیاتوي، تازه یې هڅې پیل کړي، څو د هغو مېرمنو او یو شمېر بېسرپرسته ماشومانو لپاره د کاري زمیني برابرولو په برخه کې هڅې وکړي چې په ښار او واټونو کې خیرات ټولوي.
د روزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس ګلا اغا اتل وايي: «سروې مو وکړه، هغه څوک چې یتیمان او معلولان وو، هغوی به معلولانو چارو ریاست ته ورپېژنو.»
په هېواد کې د بېوزلۍ او ولږې ډېرېدو په اړه په ځلونو نړیوالو مرستندویه ادارو په تېره د خوړو نړیوال سازمان اندېښنه څرګنده کړې ده.
په دې اړه مو اندونه