Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هوا تودوخه او پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د ژوند د کړاوونو زیاتېدل

د هوا له ګرمېدو سره په هرات کې د بې سرپناه روږدو کسانو ژوند ستونزمن شوی دی. دوی په ګرمه هوا کې د سوځنده لمر لاندې په هدیرو او تفرحې ځایونو کې ژوند کوي.

عبدالناصر هرات ښار کې پر مخدره توکو یو له هغو روږدو کسانو دی چې د اوړي په دغه سوځنده ګرمۍ کې د نورو معتادانو تر څنګ دلته د سړک منځ ګلدان کې ژوند کوي. 

دغه ۲۸ کلن ځوان دوه کاله وړاندې په ایران کې پر مخدره توکو روږدی شوی دی او له هغه هېواده له را ایستل کېدو وروسته، د خپلې کورنۍ له لوري شړل شوی او دا مهال پرته له کومې سرپنا ژوند کوي.

پر مخدره توکو روږدي عبدالناصر وویل:«ټول ځوانان دې راټول کړي او درمنله دې یې وکړي.»  

د هوا په ګرمېدو سره، پر مخدره توکو د دغو روږدو کسانو ژوند له کړاوونو ډک دی.

دوی وایي، د هوا د ګرمېدو له امله د دوی تر منځ موسمي ناروغۍ خپرې شوې دي او هېڅ ارګان یې درملنه نه کوي.

پر نشه يي توکو روږدی محمد رضا وايي:«کار نشته، له وزګارۍ په دې ستونزه کې لوېدلی یم؛ عمل کوو او ځای هم نه لرو له سهاره تر بېګاه دلته لوېدلي یوو.» 

د هرات سیمه ییز مسوولین وایي، نږدې تېر یوه کال کې یې شاوخوا ۱۵۰۰ معتادین د هرات ښار له بېلابېلو برخو را ټول او درملنه یې کړې ده. د دوی په خبره، د بودجې د نشتون له امله دا مهال د دغو روږدو کسانو د را ټولولو بهیر پیکه شوی دی.

د هرات د عامې روغتیا ریاست د مخدره توکو مدیر سید محمد سادات وویل:«کابو ۱۲۰۰ روږدي له روغتیا وروسته یا خپلو ولایتونو ته لېږل شوي او یا هم په ښار او ولسوالیو کې خپلو کورنیو ته تقدیم شوي دي.»

د هرات امنیتي مسوولین وایي چې د مخدره توکو د پلورونکو پر وړاندې یې جدي مبارزه پیل کړې ده. د دوی په خبره، نږدې یوه کال کې یې تر ۱۲۰۰ کیلوګرامه زیات مخدره توکي کشف او له منځه وړي دي.

د هرات د امنیې قومندانۍ د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر حیات الله روحاني څرګنده کړه:«کابو ۲۰۰ تر ۲۵۰ کسان نیول شوي دي؛ دوسیې یې محکمې ته استول شوې دي.»

وروستیو کلونو کې هرات کې پر مخدره توکو د روږدو کسانو شمېر کال په کال زیات شوی دی. د مسوولو ارګانونو په وینا دا مهال تر ۷۰ زره زیات معتادین چې ۱۳ سلنه یې ښځې دي، هرات ښار کې دي چې ډېری شمېر یې د اوسېدو ځای هم نه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه