Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل او مسکو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا د روسیې د مرستیال سفیر ټینګار

کابل کې د روسیې د سفیر مرستیال انټون لاوروف د کابل او مسکو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا له ټینګار سره وايي چې هېواد یې لېواله دی چې له افغانستان سره په اقتصادي او سیاسي برخو کې همکاري وکړي.

بلخوا د روسیې ۱۶ ټنه بشري مرسته نن (چهارشنبې) کابل ته راورسېده او ټاکل شوې ده چې دغه مرستې په خوست او پکتیکا کې د وروستۍ زلزلې پر زیانمنو ووېشل شي.
                      
آنټون لاروف وویل:«موږ هیله لرو چې د بشري مرستو د راوړو په برخه کې د افغانستان او روسیې همکاري دوام پيدا کړي او موږ هیله لرو چې څو ورځې وروسته د روسیې د بشري مرستو یوه بله برخه هم افغانستان ته راورسېږي.»

د روسیې د سفیر مرستیال په بشري، اقتصادي او سیاسي برخو کې له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو خبر ورکوي او وایي،چې هیله من دی، دغه مرستې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي زیاته کړي.
 
ښاغلي لاوروف زیاته کړه:«موږ هیله لرو چې د روسیې او افغانستان ترمنځ دوستانه اړیکې وده وکړي.»

 پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مالي او اداري معین غلام غوث ناصري وايي:«موږ په ځلونو ویلي دي چې بشري مرستې باید سیاسي نه شي، خو له بده مرغه تراوسه سیاسي وې او د دې وخت رارسېدلی دی چې د افغانستان د خلکو کنګل شوې پیسې ازادې شي چې زموږ د خلکو ستونزې په بنسټيزه توګه حل شي.»

تر دې وړاندې، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي دي،چې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د وروسۍ زلزلې له امله تر زرو زیات کسان مړه شوي او تر شپاړس سوو تنو زیات نور ټپیان شوي دي.

که څه هم په هېواد کې د وروستۍ زلزله له امله زیانمنو شویو خلکو ته د روسیې او یو شمېر نورو بهرنیو بنسټونو مرستې یو په بل پسې هېواد ته رارسېږي، خو لاهم یو شمېر زیانمن شوي خلک دغه مرستې کافي نه ګڼي او د نورو مرستو غوښتنه کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه