Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دیني عالم سردار ولي ثاقب په ننګرهار کې خاورو ته وسپارل شو

دیني عالم شیخ سردارولي ثاقب چې پرون په کابل کې د نامعلومو کسانو له‌خوا وژل شوی و، د پنج‌شنبې په ورځ په جلال‌اباد ښار کې خاورو ته وسپارل شو.

د نوموړي کورنۍ وايي، هغه تېره ورځ (چهار شنبه) ناوخته په کابل کې د ناپېژانده کسانو له‌خوا خپل کور کې د چاقو په وسيله وژل شوی دی.

د وژل شوي دیني عالم ورور محمد ولي وايي: «زموږ انډیوالان چې خبر شول زنګونه مو ووهل دواړه نمبرونه یې بند وو کله چې د شپې نهه بجې شوې اتاق مو خلاص کړ هلته یې شهید کړی و.»

د نارنج‌باغ دارالعلوم مسول مولوي احمد شاه وايي: «دلته یې د قران او سنت ډېر خدمات کړي دي چې پر انټرنیټ او فیسبوک د هغه درسونه نشر کېدل.»

ورته مهال يو شمېر ديني عالمان هم دا پېښه غندي او وايي حکومت دې د دا ډول پېښو د مخنيوي تر څنګ د ديني عالمانو خوندیتوب ته ځانګړې پام وکړي.

دیني عالم مولوي بیان الله حمید وايي: «زما د اسلامي امارت له مسوولینو نه غوښتنه دا ده چې ډېر په دقت او ځیرتیا دا د اسلام د دښمنانو دسیسه ودروي.»

د نارنج باغ دارالعلوم بنسټ‌ګر مولوي فضل الرحمن وايي: «زما باور دا دی څومره مینه‌وال چې هغه لري او د هغه له دعوت سره یې تړاو درلود یقینن بې‌ساري او په ډېر ګڼ شمېر او تعداد کې دي.»

د کورنیو چارو وزارت په يوې خبرپاڼه کې تاييد کړې ده چې مولوي سردارولي ثاقب د کابل د پنځمې امنیتي حوزې اړوند په مېرویس میدان سیمه کې د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوی دی.

ورته مهال، د ننګرهار د استخباراتو رياست وايي، د دغه پېښې په تړاو به جدي څېړنې وکړي.

د ننګرهار استخباراتو رییس ډاکټر بشیر وايي: «دا د دیني علماوو د دښمنانو کار دی او کوښښ کوي چې زموږ په ګران هېواد کې تفرقه واچوي، دا هغه خلک دي خوارج چې له اسلامه وتلي خلک دي.»

مولوي سردار ولي ثاقب د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ اوسېدونکی و. نوموړي له ډېرې مودې راهیسې د جلال‌اباد ښار په نارنج‌باغ سیمه کې د درالعلوم او لویې دیني مدرسې مسوولیت پر درلود چې ګڼ شمېر زده‌کوونکي لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه