د شانګهای همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه نن د جمعې په ورځ د ازبکستان په پلازمېنې تاشکند کې پیل شوه.
پهدې غونډه کې به د چین، هند، پاکستان، قزاقستان، روسیې، قرغېزستان، تاجیکستان او ازبېکستان د بهرنیو چارو وزیران د سیمې او نړۍ د مهمو مسایلو په تړاو خبرې وکړې.
پهدې غونډه کې یو شمېر هېوادونو د هغه څه په اړه اندېښنه وښوده چې دوی یې له افغانستانه د تروریستي ګواښونو احتمال ګڼي.
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین پهدې اړه وايي: «دمګړۍ د افغانستان په تړاو موږ اندېښمن یوو، ځکه لا هم په افغانستان کې ترهګرې ډلې د فعالیت لپاره ښه شرایط لري او د دغو ډلو فعالیتونه د منځنۍ اسیا هېوادونو ته جدي ګواښ دی، ځکه ورسره د نشهيي توکو د قاچاق لامل هم شوی؛ نو د شانګهای د همکاریو سازمان باید پهدې اړه جدي اقدام وکړي.»
ورته مهال، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د دې غونډې په څنډه کې ویلي، مسکو او تاشکند چمتو دي چې په افغانستان کې له سرپرست حکومت سره له نږدې همکاري وکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي: «موږ د چین هغه هڅې چې تر اوسه یې د افغانستان له ګاونډیو سره څو غونډې کړي په پام کې لرو او موږ د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره څو ګامه نور هم مخته ځو. موږ له خپلو ازبېک ملګرو سره د افغانستان د اوسنیو واقعیتونو د پېژندنې او هغو ته د رسېدنې لپاره له اوسنیو رهبرانو سره له نږدې همکاري لرو.»
دا اندېښنې داسې مهال راپورته کېږي چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په تاشکند کې د افغانستان په تړاو له نړۍوالې غونډې وروسته لا هم په ازبکستان کې دی.
د سیاسي چارو کارپوه احمد خان اندړ وايي: «تر څو چې په افغانستان کې یو معیاري حکومت نهوي او د ټولې نړۍ د هېوادونو له لوري په رسمیت پېژندل شوی نهوي او په افغانستان اقتصادي او سیاسي وضعیت د ښه کېدو پر لور لاړ نهشي، اسلامي امارت ښايي په ډاډ ورکولو کې پاتې راشي.»
په روانه اوونۍ کې تاشکند د افغانستان په تړاو د شلو هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو کوربه هم وو.
په دې اړه مو اندونه