Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د لوړو زده کړو وزارت: د کانکور ازموینه به له وږي میاشتي وروسته واخیستل شي

ځينې زده کوونکي د کانکور د ازموینې له ځنډېدو اندېښمن دي او هغوی د سرپرست حکومت له خوا د دغې ازموینې د ژر تر ژره ترسره کېدو غوښتونکي دي.

حبیب الرحمان هغه زده کوونکی دی چې د ورځې هم په هټۍ کې کار کوي او هم درس وايي، ترڅو یوه ورځ ډاکتر شي، خو د کانکور آزموینې د وخت نه روښانه کېدو ناهیلی کړی دی.

زده کوونکی حبیب رحمان وايي:«تر نیمو شپو پورې درس وایوو خو بیا هم په یوه بې برخلیکۍ کې یوو او معلومه نه ده چې زموږ امتحان څه وخت اخیستل کېږي.»

یو شمېر نور زده کوونکي هم وايي د کانکور آزموینې په اخیستو کې ځنډ دوی له ناڅرګند برخلیک سره مخ کړي دي.

زده کوونکی محمد عرفان څرګنده کړه:«څومره چې ژر زموږ امتحان واخیستل شي ښه ده اوس هم کابو یو کال شاته پاتې یوو.»

له دې سره په یو وخت د لوړو زده کړو وزارت وايي چې له وږي میاشتې وروسته د کانکور آزموینه اخیستل کېږي.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند خالد داد احمد تقي وویل:«هغه زده کړیالان چې وروستی کال او سمستر یې دی تراوسه فارغ شوي نه دي کله چې فارغ شي نوي محصلان جذبېږي او دا بهیر به د تېر پرتله ډېر روڼ وي او په هېچا به هېڅ ډول فشار نه وي.»

خو د دغې آزموینې په اخیستو کې ځنډ به د هېواد پر ښوونیز نظام څه اغېز ولري. 

د پوهنتون استاد فردین فروتن وویل:«له شک پرته د تېرو کلونو په څېر د تقسیم اوقات په مطابق د کانکور ازموینې نه ترسره کېدل، د هغو ځوانانو په فکر او باور ویجاړونکی اغیز کوي چې له چمتووالي سره لوړو زده کړو ته د لارموندنې هوډ لري.»

په هېواد کې د کانکور سراسري آزموینه به هر کال د غويي میاشتې په لومړیو ورځو کې پيلېده او هغه محصلین چې پوهنتونونه ته بریالي کېدل د زمري په ۱۵مه نېټه به یې خپل درسونه پیلول.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه