Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

واشنګټن: ښايي له افغان خاورې د امریکا او نورو هېوادونو پر ضد کار واخېستل شي

په کابل کې د امریکا د بې‌پېلوټه الوتکې له برید او په کابل کې د ایمن الظواهري د وژل کېدو په تړاو د واشنګټن له ادعا وروسته، د امریکا د څېړنو فدرالي ادارې (د اف‌بي‌ای) رییس وایي، ښايي د افغانستان له خاورې د امریکا او نورو هېوادونو پر ضد کار واخېستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت په کابل کې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې د برید په تړاو په یوه نوې اعلامیه کې لیکلي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هیواد پر ضد و نه کارول شي.

خو د امریکا د څېړنو فدرالي ادارې رییس  کرېسټوفر رای وايي: «د ترهګرو ډلو په تېره بیا القاعدې او د داعش د خراسان څانګې د نفوذ او فعالیتونو په تړاو اندېښمن یوو چې د افغانستان له نازک امنیتي وضعیت نه به په ناوړه ګټې اخېستنې سره د امریکا پر ضد اقدام وکړي او زه دې ته اندېښمن یم چې د امریکا په ګډون به په نړۍ کې ترهګر له هغه څه الهام واخلي چې په افغانستان کې یې ویني.»

په ورته وخت کې یو شمېر امریکايي سناتوران هم د هغه څه په اړه خبرداری ورکوي چې د دوی په خبره د دې احتمال شته چې افغانستان د ترهګرو پر امن ځای بدل شي.

امریکایي سناتور  لېنډسی گراهام وايي: «موږ باید خپلې تګلارې په چټکتیا سره تنظمې کړو، څو د سپټامبر د یوولسمې په څېر پېښې مخه ونیسو. ځکه خلاصه پوله او په افغانستان کې د ترهګرو امن پټن‌ځای د غمیزې لپاره یو فرمول دی.»

له دې سره هم‌مهاله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په کمبودیا کې د جنوب ختیځې اسیا د هېوادونو د ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې په څنډه کې له خپل قطري سیال سره د افغانستان د امنیت د ټينګښت په تړاو خبرې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وايي: «موږ دا فرصت درلود چې پر سیمه ییزو او امنیتي مسایلو چې د افغانستان په تړاو خبرې هم په‌کې شاملې وې، وغږېدو. د سیمه‌ییزو او نړۍوالو مسایلو په برخه کې  د قطر او امریکا متحده ایالتونو تر منځ نږدې همکاري د دې لامل شوې ده چې له هغو ټولو ننګونو سره چې په نړۍ کې ورسره مخ یوو، مبارزه وکړو.»

د نړۍوالو چارو شنونکی  مهدي افضلي وايي: «امریکا د ایمن‌الظواهري له وژل کېدو هم د نړۍ لپاره د یوه تبلیغاتي خوراک په توګه ګټه اخلي، امریکا هم د ولسوالۍ ملاتړۍ او د ترهګرۍ ضد ده او له بل لوري هڅه کوي چې طالبان تر فشار لاندې راولي.»

بل خوا د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو پرون ناوخته په پرانېستې فضا کې د خپل هویت په پټولو سره  د ظواهري د وژل کېدو په غبرګون کې له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو ملاتړ وکړي.

د ښځو د حقونو فعاله خاطره احصار وايي: «له نړیوالې ټولنې زموږ غوښتنه دا ده چې له اسلامي امارت سره خپلې ستونزې له بنسټیزو لارو حل کړي او خبرې دې وکړي.»

امریکا د تېرې سه‌شنبې په ورځ په کابل کې د بې‌پېلوټه الوتکې په یوه برید کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو اعلان وکړ، خو اسلامي امارت په کابل کې د ظواهري د اوسېدو په تړاو هېڅ خبر نه و او په دې تړاو څېړنې پېل شوې دي.

د ظواهري د وژل کېدو خبر په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه