Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بهرنیو چارو وزارت: م.م باید له بندیزونو د فشار د وسیلې په توګه کار وانه خلي

د اسلامي امارت د چارواکو د سفر معافیت له پای سره، د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غواړي چې له بندیزونو د فشار د اوزار په توګه کار وا نه خلي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ضیا احمد تکل وايي که چېرې د اسلامي امارت د چارواکو سفرونه ممنوع شي، دا کار به د افغانستان او نړۍ ترمنځ واټن رامنځته کړي.

هغه زیاتوي چې د دوحې د هوکړه لیک پر بنسټ باید د اسلامي امارت د چارواکو پر سفرونو ټول بندیزونه لېرې کړل شي.
 
ښاغلي تکل وویل:«که چېرې پر سفرونو بندیز ولګېږي، د سیاسي خبرو اترو او تعامل پرځای، واټن رامنځته کېږي چې باید مخه یې ونیول شي. د امنیت شورا غړي باید درک کړي چې ځينې متعصبې کړۍ شته دي چې غواړي د افغانستان او نړۍ ترمنځ واټن رامنځته کړي.»

د ملګرو ملتونو امنیت شورا دوه میاشتي وړاندې د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست عبدالباقي حقاني او د پوهنې وزارت د مرستیال سید احمد شهید خیل د سفرونو معافیت لغوه کړ او د دیارلسو نورو چارواکو یې د دوو میاشتو لپاره تمیدید شو.

خو دغه دیارلس تنه چې د سفرونو د معافیت دوره یې پای ته رسېدلې ده، څوک دي؟

د ریاست الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر، دریاست الوزار دویم مرستیال ملاعبدالسلام حنفي، د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزی، د کانونو او پټرلیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور، د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق، د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خیرالله خیرخوا، د دفاع وزارت مرستیال فاضل مظلوم، د اقتصاد وزارت سرپرست دین محمد حنیف د حج او اوقاقو وزارت سرپرست نورمحمد ثاقب، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست نورالله نوري او د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست لطیف منصور هغه کسان دي، چې د سفرونو د معافیت دوره یې پای ته رسېدلې ده.

 د نړۍوالو چارو شنونکی سیدجواد سجادي وايي:«که چېرې د طالب چارواکو د سفرونو معافیت ونه غځول شي، د طالبانو حکومت به له ډېرې انزوا سره مخ شي او تر ډېرې فشار لاندې به راشي.»

 د نړۍوالو چارو شنونکي واحد فقیري هم وویل:«کابل کې د الظواهري پيدا کېدو واقعاً خلک یې خفه کړل او دې پایلې ته ورسېدل چې د طالبانو پر ژمنو اعتماد نه کېږي او طالبان وعده خلافه دي او پر دوی باید بندیز ولګول شي.»

ډيپلوماټيکو سرچینو ویلي دي چې اسلامي امارت د چارواکو د سفرونو د معافیت پرسر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو ترمنځ اختلافونه رامنځته شوي دي او امریکا متحده ایالتونو د اسلامي امارت یوازې د شپږو چارواکو د سفرونو د معافیت له غځېدو سره هوکړه کړې ده.

تر دې وړاندې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق ویلي دي چې ټاکل شوې ده، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ د اسلامي امارت د چارواکو د سفرونو د معافیت د غځېدو په تړاو وروستۍ پرېکړه وکړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا دوه میاشتي وړاندې د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست عبدالباقي حقاني او د پوهنې وزارت د مرستیال سید احمد شهید خیل د سفرونو معافیت لغوه کړ.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه