Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل ښار په ځینو سیمو کې د څښاک اوبو له کموالي خلک سرټکوي

د کابل یو شمېر اوسېدونکي د څښاک د اوبو له کمښته سر ټکوي او وايي، اړ دي د څښاک پاکو اوبو د تر لاسه کولو لپاره اړ اوږد مزل وکړي.

د پلازمیني په ځینو برخو کې د څښاک اوبو نشتوالی هغه ننګونه ده چې په اوسني وخت کې یو شمېر کابل ښاریان ورسره مخ دي.

دغه مېرمنې د څښاک اوبو د ترلاسه کولو لپاره اوږده لاره کچ کوي.

په بګرامیو ولسوالۍ کې د بالاکوه اوسېدونکې وايي، کور ته نږدې یې د څښاک اوبه نه پيدا کېږي.

د بالاکوه اوسېدونکې مومنه وايي: «درې کاله وشوله چې له هغه ځایه اوبه راوړو، خو اوس هلته هم اوبه نه‌شته، کله چې برښنا وي، اوبه شته‌، که نه‌وي اوبه نه‌شته. ماشومان اوبه نه‌شي وړلی، ملا یې ماتېږي، د دې پر ځای باید ښوونځي ته لاړ شي.»

د دې سیمې قومي مشران زیاتوي، د اوبو د نشتوالي له امله د دې سیمې یو شمېر اوسېدونکو له دې ځایه کډه کړې ده.

د بالاکوه سیمې وکیل ابراهیم علمداد وايي: «موږ ته یوه خصوصي شرکت اوبه راکولې، بیا بندې شوې، همدغه څاه ده چې خلک له افشارو نه ورته راځي، په ډېر عذر او زارۍ سره اوبه اخلي، نور ډېر خلک له دې ځایه کډوال کېږي او دا سیمه تر ډېره بریده خالي شوې ده.»

په‌دې ځای کې کابو ۵۰۰ کورنۍ ژوند کوي، یو شمېر دا کورنۍ وایي چې د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای هره ورځ اوبه وپېري او یا بل ځای ته کډه وکړي.

خو د سرې میاشتې ټولنې مسوولین په دې سیمه کې د اوبو د کمښت ستونزه مني او وایي چې د اوبو د زېرمه کولو لپاره یې یو لړ طرحې برابرې کړې دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د څېړنو رییس محمد نسیم احمدي وايي: «د پنجشېر له خوا نه چې کومې اوبه راځي دې ته د تصفیې ماشینونه ولګېږي او دغه اوبه موږ کابل ښار ته راانتقال کړو، پلانونه لرو چې له بېلابېلو ادارو سره دلته د اوبو ذخیرې جوړې کړو.»

له دې مخکې د اوبو ادارې ویلي چې په هېواد کې د تېر کال په پرتله ترځمکې لاندې اوبه کمې شوې او د کابل په ځینو برخو کې تر اوو مترو پورې ټیټې شوې دي.

له دې سره په یو وخت څېړونکي خبرداری ورکوي که په دې اړه جدي اقدام ونه شي، کابل به په راتلونکو کلونو کې د اوبو له سخت کمښت سره مخ شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه