Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تر ځمکې لاندې اوبو له کموالي د پلازمېنې اوسېدونکو شکایت

د کابل یو شمېر اوسېدونکي وایي، په سیمو کې یې د اوبو څاګانې وچې شوې او خلک د څښاک د اوبو له جدي کموالي سره مخ دي.

 د کابل دغه اوسېدونکي وایي، له یوې خوا له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او له بلې خوا مجبور دې اوبه په پیسو وپېري.

دوی له اسلامي امارته غواړي چې پلازمینې ته د پاکو اوبو د رسولو په برخه کې کار وکړي.

د کابل اوسېدونکی باز محمد وايي: «مخکې چې په کابل سېند کې اوبه وې، زموږ په څاه کې اووه مټرو کې اوبه وې، اوس اتیا یا نوي مټره اوبه ښکته تللي دي، موږ هېڅ اوبه نه لرو. د ټولو څاګانې وچې شوې دي.»

د کابل اوسېدونکی کتاب خان زیاتوي: «دولتي نلکه لرو، خو نهه میاشتې شوې چې وچه ده، اوس کوڅو ته ټانکر راځي، یوه بشکه په لس افغانۍ اخلو.»

بل‌خوا، د چاپېرال ساتنې برخې کارپوهان پر دې باور دي چې د تر ځمکې لاندې اوبو نه غیر معیاري ګټه اخیستنه په پلازمینه کې  د اوبو د کموالي لامل بولي.

د چاپېریال ساتنې کارپوه سید قیوم هاشمي وايي: «د هغو مرکزونو په سوداګریزو فعالیتونو کې چې غالۍ او موټر مینځل کېږي او تشنابونه او د لامبو حوضونه دي، ډېرې اوبه مصرفېږي.»

د اوبو رسونې شرکت وايي، په کابل ښار کې د اوبو کچه تر ۵۰ سلنې ټيټه شوې؛ نو له همدې امله ډېری خلک د خپلې اړتیا وړ اوبه له خصوصي شرکتونو په بیه اخلي.

د اوبو رسونې شرکت رییس شفیع‌الله زاهدي وايي: «کاریز پخوا له ۲۰۰۰ تر ۲۴۰۰ متر مکعبه اوبه ورکولې، خو اوس دغه اندازه له ۸۰۰ تر ۹۰۰ متر مکعب ته راټیټه شوې ده. د باران او واورو د کمېدو له امله د اوبو کچه راټيټه شوې ده.»

د اوبو او انرژۍ وزارت پر دې باور ده چې په پلازمینه کې د نفوس ډېرېدل، تر ځمکې لاندې له اوبو ګټنه او د اقلیم بدلون هغه لاملونه دي چې کابل ښار یې تر بل هر وخت د اوبو له کمښت سره مخ کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه