Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

فایق: د امنیت شورا د افغانستان په هکله غونډه جوړوي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وایي، چې ټاکل شوې ده، د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په هکله غونډه جوړه کړي.

ښاغلی فایق زیاتوي چې دغه غونډه د روسیې په وړاندیز او د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیال مارټين ګرېفېټس په حضور سره جوړېږي او د افغانستان د بشري او اقتصادي مسایلو په هکله به خبرې اترې وشي.

نصیر احمد فایق څرګنده کړه:«ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د بشري او اقتصادي وضعیت په هکله توضیحاتي غونډه جوړه کړي.»                                  

بل خوا د سیاسي چارو یو شمېر شنونکی وایي،چې باید په دغه راز غونډو کې د افغانستان اوسنۍ ستونزې په ژوره توګه وڅېړل شي.                        

پخوانی ډيپلوماټ عزیز معارج وویل:«دا کابو یوه فوق العاده غونډه ده او د افغانستان د اقتصادي او بشري اوسنيو اړتیاوو او همدارنګه د امریکا او ناټو د مداخلې په هکله ډېره مهمه او ارزښمنه اجنډا ده.»

د نړۍوالو چارو شنونکی واحد فقیري وايي:«روسیه هم اوس غواړي چې په ملګرو ملتونو کې منفي پالیسۍ چې په افغانستان وضع شوي دي، برالا او د نړۍوالو پاملرنه ورته جلب کړي.»

اخوا اسلامي امارت وایي،چې د هرې هغې غونډې هر کلی کوي، چې د افغانستان په ګټه وي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل:«هره غونډه چې جوړېږي او په یو ډول د افغانستان پر مسایلو بحث وشي د افغانستان د خلکو تمه او توقع دا ده چې له افغانانو سره باید همکاري وشي او له اوسني نظام سره چې په کار دی زیاتې همکارۍ وشي چې ننګونې او اندېښنې حل شي.»

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمېر نړۍوالو بنسټونو په افغانستان کې د اوسني وضعیت په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده او خبرداری یې ورکړی دی، چې که پر دې وضعیت جدي غور ونه شي، نو ستونزې به نورې هم زیاتې شي.
 
له دې سره هم مهاله اسلامي امارت وايي هر غونډه چې د افغانستان د خلکو په ګټه وي، ترې هرکلی کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه