Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ترکیه کې دافغانستان د فعالو مېرمنو او د ځينو نړۍوالو بنسټونو د استازو غونډه

د افغان ښځو د حقونو په چارو کې یو شمېر فعالینو او د بشري حقونو په تړاو ځینو نړۍوالو بنسټونو په استانبول کې د افغان ښځینه رهبرانو تر سرلیک لاندې یوه څلور ورځنۍ غونډه جوړه کړې ده.

د دغې غونډې ګډونوالې زده کړو او کار ته د افغان نجونو او ښځو د نه لاسرسي په تړاو د اندېښنې په څرګندولو سره له نړۍوالې ټولنې غواړي چې، د افغان ښځو د حقونو له مدافع بنسټونو په افغانستان او له افغانستانه بهر ملاتړ وکړي.

د ښځو د حقونو فعاله ثریا پیکان وايي:«هغه غوښتنې چې دلته لېست کېږي او نړۍوالې او نړۍوالو سازمانونو او بنسټونو او دخیلو هېوادونو ته ورکول کېږي او طالبانو ته هم دا پیغام رسوي که چېرې ونه منل شي، ښځې خپلې مبارزې او عدالت غوښتنې ته دوام ورکوي.»

د ښځو د حقونو فعاله راحله صدیقي هم څرګندوي:«د طالبانو د کړنو د څېړنې لپاره دې کره میکانیزم وي، دویمه دا چې د نجونو د زده کړو او تعلیم موضوع، د نجونو د زده کړو او تعلیم لپاره بېلابېلو بدیلونو باندې پانګونه وشي، درېيمه دا چې د نجونو د کارموندنې لپاره پانګونه وشي.»

په افغانستان کې د بشري او د ښځو د حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري له سعودي ګزت ورځپاڼې سره په مرکه کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په تړاو د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، په دې وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د ښځو حقونو لاپسې محدود شوي دي.

رینا امیري زیاتوي:«زه مسلمانه یم. زه له تاریخ او له خپلې تجربې پوهېږم چې، اسلام لومړنی دین دی چې، ښځو ته یې حقونه ورکړي دي. زه د نړۍ له مسلمانو هېوادونو غواړم چې له طالبانو سره خبرې وکړي او د هغوی روایتونه وننګوي؛ څو طالبان له دې لارې له افغان ولس سره په خپل چلن کې بدلون راولي.»

د بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو د څانګې استازې هیډر بار وايي:«د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په سپټمبر میاشت کې په خپله غونډه کې باید په افغانستان کې د ښځو وضعیت او پر وړاندې یې زور زیاتیو ته د ښې رسېدنې لپاره یو نوی میکانیزم جوړ کړي.»

د سیاسي چارو شنوونکی طارق فرهادي وویل:«په افغانستان د ښځو حقونه د نورو اسلامي هېوادونو په څېر مراعات شي، په نورو اسلامي هېوادونو کې ښوونځي پرانیستي دي او ښځې کار کوي، موږ باید دې ټکي ته ورسېږو.»

له بل لوري د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي، د اسلامي قوانینو په چوکاټ کې د نجونو او ښځو حقونه خوندي شوي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګنده کړه:«د اسلامي امارت له راتګ وروسته د ښځو او خویندو په ټول کې د افغانستان د خلکو حقونه خوندي شوي دي او اسلامي امارت هڅه کوي چې کومه نیمګړتیا موجوده وي هغه هم حل شي او ستونزو ته رسېدنه وشي.»

تر دې مخکې هم د بشري او په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو لپاره د زده کړو او کار د حقونو ورکړې په تړاو په کور دننه او بهر کې ورته غوښتنې مطرح شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه