Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه جوړه شوه

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د تېرې شپې (دوشنبې) په غونډه کې د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت اندېښنه څرګنده کړه.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي مارټين ګرېفېټس په دې غونډه کې وویل، چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۹ مېلیونه خلک له سختې لوږې او ۶ مېلیونه نور د قحطۍ له ګواښ سره مخ دي.

هغه همدارنګه ویلي دي چې په هېواد کې ۲۴ مېلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري او درې مېلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي دي.

خو په ملګروملتونو سازمان کې د امریکا استازې پر دې په ټینګار سره چې واشنګټن به د افغانستان کنګل شوې پیسې د طالبانو په واک کې ورنه کړي، د روسیې نیوکو ته هم ځواب ورکوي.

په ملګروملتونو سازمان کې د امریکا سفیره لېنډا ټوماس ګرېنفېلډ څرګنده کړه:«نن موږ واورېدل چې روسیې وویل دا مرستې بسنه نه کوي، روسیه د نورو په شان ادعا لري چې د افغانستان ستونزې د امریکا او لوېدیځ له امله دي نه د طالبانو. واقعاً! زما پوښتنه دا ده. تاسو د مرستې کولو لپاره څه کوئ چې پر نورو نیوکه کوئ. که تاسو د افغان مېرمنو او ماشومانو د مړینې په اړه اندېښمن یاست، تاسو څه ډول ورسره مرسته کوئ، روسیې تراوسه یوازې دوه مېلیون ډالر د ملګروملتونو سازمان د بشري مرستو له ماموریت سره مرسته کړې ده او سږکال هېڅ څه او آن یو سنټ هم مرسته نه ده کړې، د چین مرستې هم په همدې کچه وې.»

له بلخوا، د چین استازی په دې ناسته کې د امریکا له خوا د افغانستان د شتمنیو پر کنګل کولو نیوکه کوي او روسیه هم امریکا په افغانستان کې د ناورین عامله بولي.

په ملګروملتونو سازمان کې د روسیې سفیر واسیلي نبنزیا وايي:«موږ ته ویل کېږي چې د هېواد د بیارغونې لپاره پیسې ورکړو چې اقتصاد یې د امریکا او ناټو د شل کلن اشغال له امله له منځه تللی دی.»

په ملګروملتونو سازمان کې د چین استازي هم وویل:«له بده مرغه ځینو ښکېلو هېوادونو د خپل مسوولیت د ترسره کولو پر ځای، پراختیايي مرستې بندې کړې او د افغانستان شمتني یې کنګل کړې، دا یوازې له مسوولیته د تېښتې او د افغانانو د پرېښودلو په معنا نه دي، بلکې د تېروتنو دوام او له لازیاتو کړاوونو سره د افغانانو مخ کول دي، په زړه پورې دا چې موږ تراوسه په تعامل کې هېڅ نرمښت نه وینوو، بلکې پر یو بل تورونه لګوي.»

په دغه ناسته کې په ملګروملتونو سازمان کې د پاکستان سفیر هم له اوسني حکومت سره پر تعامل ټینګار کوي.

په ملګروملتونو سازمان کې د پاکستان سفیر منیر اکرم څرګنده کړه:«د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا، د افغانستان ګاونډي او نړۍواله ټولنه مکلف دي چې په افغانستان کې له واقعیتونو سره تعامل وکړي، نه د ذهنیتونو له تفکراتو او غوښتنو سره، هغه څه چې په فشار سره ونه تپل شول، لېرې ده چې د بندیزونو په لګولو، د اسعاري زېرمو په کنګل کولو او سفر په مخنیوي سره دې ترلاسه شي.»

له بلخوا امریکا ویلي چې په تېر یوه کال کې یې له افغانانو سره ۷۷۵ مېلیون ډالره مرسته کړې ده. خو په تېر یوه کال کې د نړۍوالې ټولنې مرستې د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره دومره اغېزمنې نه وې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه