Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نېک کارټر: د افغانستان له اوسني حکومت سره تعامل مهم دی

د برتانیې د پوځ پخوانی لوی درستیز نیک کارتر په افغانستان کې له سرپرست حکومت سره خبرې اترې یوه اړتیا ګڼي او وايي که چېرې اسلامي امارت د یوه ټول ګډونه حکومت جوړېدو ته غاړه کې نه ږدي او بشري حقونه مراعات کړي، د نړۍوالې ټولنې له خوا د رسمیت پېژندلو موکه شتون لري.

ښاغلي کارټر له طلوع نیوز سره په یوه ځانګړې مرکه کې د بن غونډې ته د طالبانو نه بلنه یوه ښکاره نیمګړتیا ګڼي.

ښاغلي کارټر وویل:«تعامل په دې مانا دی چې د طالبانو منځ لاري عناصر وهڅوو ترڅو بل ډول فکر وکړي او دا چې څه ډول کولای شي یو ټول ګډونه حکومت جوړ کړي او داسې حکومت چې تلپاتې او د اتکل وړ وي، په دې مانا هغه افغانان چې غواړي د عادي ژوند کولو وس ولري، له دې امله دا مهمه ده چې تعامل وشي او دا تعامل باید په ځیرتیا سره وي او په ښکاره دوی او د دوی چلن چې د یوناما به راپور کې ورته اشاره شوې ووینو، (وې څېړو) په رسمیت یې وپېژنو او فکر کوم چې دا به د افغانستان لپاره یو ښه فرصت وي که داسې ونه شي بل ډول به وي.»

د برېټانیا دغه پخوانی چارواکی باور لري، که طالبان ټولګډون حکومت ته غاړه کېږدي او د بشري حقونو په تېره بیا ښځو د حقونو مسایل رعایت کړي، د نړیوالې ټولنې له خوا د دوی په رسمیت پېژندلو فرصت موجود دی.

د بریتانیا د پوځ پخوانی لوی درستیز زیاتوي:«دوی دې د افغانانو لپاره ټولګډونه حکومت وکړي او په پایله کې یې دا فرصت شته، یو شمېر هغه افغانان چې تېر کال له هېواده وتلي ښايي بېرته هېواد ته راستانه شي. دوهم: مهمه دا ده چې د دوی حکومت لږ د اټکل وړ نه وي، لږ خپلسری وي ترڅو افغانان ټول په واقعي توګه پوه شي چې چېرته دي، اړتیا ده چې پر آزادۍ برید ودروي او د ښځو او نجونو حقونو ته بېرته درناوی وکړي او نجونو وکولای شي ښوونځي ته ولاړې شي او له وړتیاوو یې له خلکو د ملاتړ لپاره کار واخیستل شي. ویلای شم که دا موردونه په بشپړ ډول رعایت شي، د نړیوالې ټولنې له خوا د طالبانو په رسمیت پېژندلو فرصت موجود دی، باید ووایم چې یو حکومت منفور وي لکه څنګه چې له ۲۰۰۱ کال څخه مخکې و او دا به د هېچا په ګټه نه وي.»

هغه په ۲۰۰۱ کال کې د بن په ناسته کې طالبانو ته د بلنې نه ورکول یوه ښکاره تېروتنه بولي:«د بن له کنفرانسه د طالبانو بې برخې کېدل او له دوی سره د خبرو نه دوام چې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو لامل کېده، څرګنده تېروتنه وه.»

د اسلامي امارت له بیاځلې واکمنېدو د څه د پاسه یو کال په تېرېدو سره تراوسه هېڅ هېواد دا حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

ښاغلی کارټر په دې باور دی چې اسلامي امارت به په رسمیت وپېژندل شي؛ خو که چېرې بشري حقونه په ځانګړې توګه د ښځو حقونه رعایت او ټول ګډونه حکومت جوړ شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه