په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستیالۍ پلاوي، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په هرات کې د ګازرګاه پر جامع جومات د تېرې ورځې برید غندلی دی.
دغه هېوادونه او بنسټونه افغانستان کې پر عبادت ځایونو د مرګونو بریدونو د درېدو غوښتونکي دي.
یوناما په یوه ټویټ کې لیکلي:«په هرات کې پر یوه جومات برید چې له امله یې د ماشومانو په ګډون لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده،غندو. د عبادت ځایونو په ګډون باید پرهغو افغانانو بریدونه ودرول شي،چې پر خپل ورځني ژوند بوخت دي»
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ ویلي:«د هرات پر ګازرګاه جومات برید یو ترهګریز اقدام دی او د دغه برید عاملان باید محاکمه شي»
د سیاسي چارو شنونکی سید جواد سجادي هم څرګندوي:«په افغانستان کې ځينې مبارزې او افراطي ډلې حضور لري چې د خپلو مخالفانو لپاره د ژوند حق نه ورکوي او هڅه کوي چې په هر ډول کېږي خپل مخالفان د ژوند له صحنې حذف کړي.»
د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو هم د هرات پر ګازرګاه جومات برید غندلی دی او ویلي یې دي،چې د افراط پالنې، تاوتریخوالي او ترهګرۍ له ښکارندې سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي:«د ایران اسلامي جمهوریت به د افراط پالنې، تاوتریخوالي او د ترهګرۍ د ښکارندې پر وړاندې مبارزه کې د افغانستان او د هغه د مظلوم ملت ترڅنګ ولاړ وي.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم څرګنده کړې:«د پاکستان دولت او خلک د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي او د ټپيانو د روغتیا لپاره دعا کوي. پاکستان په سختو ټکو او الفاظو تروریزم غندي.»
سرپرست حکومت هم په یوه وضاحتي پیغام کې ویلي چې درې اوونۍ وړاندې د استخباراتو د عمومي ریاست یو جګپوړی پلاوی یوازې د هرات د عالمانو د امنیت او خوندیتوب لپاره دغه ولایت ته تللی و او د ټولو ګواښونو په تړاو یې مجیب الرحمن انصاري ته معلومات ورکړي وو.
اسلامي امارت ویلي:«په یاده برخه کې چې تر څو خپله علماء کرام هم لازم احتیاط ونه کړي، د ورته بریدونو مخنیوی ستونزمن کار دی. متاسفانه چې علماء کرام د خپلې تقوا او تواضع له وجې له خوش باورۍ نه کار اخلي.»
په وروستیو کلونو کې د هېواد پر دیني عالمانو ګڼ هدفي بریدونه شوي دي.
د شېر شاه سوري د جومات امام عزیزالله مفلح، د وزیر محمد اکبرخان جومات امام محمد ایاز نیازی، مولوي سمیع الله ریحان، مولوي سردارثاقب، شیخ رحیم الله حقاني او مولوي امیر محمد کابلي د هېواد هغه وتلي دیني عالمان دي چې په وروستیو دوو کلونو کې په بېلابېلو بریدونو کې وژل شوي دي.
په دې اړه مو اندونه