Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بشري حقونو د څار سازمان افغانستان کې د بېنېټ د ماموریت د غځېدو غوښتنه کړې

د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان لپاره د دې سازمان د بشري حقونو د شورا د ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنېټ د ماموریت د غځولو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په استول شوي لیک کې دغه بنسټ په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او د دغه سازمان د بشري حقونو له شورا یې غوښتي چې د ریچارډ بینیټ د ماموریت د غځولو ملاتړ وکړي.

د دې راپور په یوې برخه کې راغلي: «د تاسو پام په افغانستان کې د بشري حقونو نقض، د بشري حقونو د نقضېدو په تړاو د ځواب نه ورکړې، په دغه هېواد کې د بشري حقونو سیستماتیک جنایاتو او په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو، د مذهبي او قومي لږکیو، خبریالانو او د بشري حقونو د مدافعانو پر وړاندې تاوتریخوالي ته راړوم.»

د بشر حقونو فعاله فرح مصطفوي وايي: «د افغانستان د حقوقي چارو په اړه د ملګرو ملتونو د استازو، د بشري حقونو د استازو او د ملي او نړیوالو سازمانونو د کار پایلې د افغانستان د خلکو لپاره د قناعت او منلو وړ نه دي. همدا لامل دی چې د هېوادونو ګټې په افغانستان کې دننه په نظر کې نیول شوي او بیا هم د دوی استازي افغانستان ته د د خپلو ګټو د تضمین لپاره راځي او ځي.»

ریچارډ بنټ د روان کال په اپرېل میاشت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه وګومارل شو او افغانستان ته یې ۱۱ ورځنی سفر هم درلود. هغه په دې سفر کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په تړاو اندېښنه ښودلې او همداراز یې په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یو راپور هم وړاندې کړ.

ټاکل شوې د ریچارډ بنټ ماموریت د ملګرو ملتونو د یو پنځوسمې غونډې پر مهال پایته ورسېږي.

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي: «لوېدیځ هېوادونه د ریچارډ بینیټ د ماموریت د غځولو غوښتنه کوي او چین او روسیه هم ورسره موافق دي، خو د ریچارډ بینیټ راپور له افغانستانه بهر لیکل شوی دی. د ښه روڼتیا لپاره، دا ده چې ریچارډ بینیټ په کابل کې وي او خپل راپور له کابله ولیکي.»

د ښځو حقونو فعاله مریم معروف اروین وايي: «له بده مرغه، لکه څنګه چې تمه کېده، په افغانستان کې د دوی ماموریت ګټور نه‌دی، په دې مانا، د بشري حقونو وضعیت په ځانګړې توګه د افغان ښځو وضعیت ورځ په ورځ خرابېږي، په داسې حال کې چې د ښه کولو لپاره لیکلي عملي پلانونه په تېره د افغان ښځو د بشري حقونو وضعیت لپاره شته، د دوی د ماموریت تمدید یو مثبت کار ګڼل کېدی شي.»

دغه ډول راپورونه په داسې حال کې خپرېږي چې، کابل تل دغه ډول راپورنه بې بنسټه بللي او هغه یې رد کړي دي. اسلامي په وار وار ویلي چې، د اسلامي قوانینو پر بنسټ د نجونو او ښځو حقونو ته ژمن دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه