Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو بنسټونو اندېښنه

د خوړو نړیوال پروګرام او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې څانګه په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت په اړه اندېښمن دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې ۲۵ مېلیونه وګړي له بې‌وزلۍ سره مخ دي او ملاتړ ته اړتیا لري.

د خوړو نړيوال پروګرام لیکلي: «اقتصادي ناورین په ټول افغانستان کې کاري فرصتونه، عاید او معیشت له منځه وړی دی. له کورنیو او ټولنو سره مرسته د هغوی د ملاتړ لپاره تر بل هر وخته مهمه ده.»

له دې سره هم‌مهاله، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي، په افغانستان کې نولس مېلیونه وګړي خوراکي خوندېتوب نه‌لري.

دې ادارې پر ټویټر لیکلي: «۱۹ مېلیون  تنه له خوراکۍ نا امنۍ سره مخ دي. ۲۵ مېلیون تنه په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي. ۵٫۸ مېلیون تنه په هېواد کې دننه بې ځايه شوي دي. زرګونه کورونه د سیلابونو او زلزلې له امله وران شوي دي. د ژمي د تېرولو لپاره هغوی خوراکي توکو، ګرمو جامو او پناه ځای ته اړتیا لري.»

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رښتیا وايي: «تر څو چې په هېواد کې د بې‌وزلۍ او بې‌روزګارۍ جرړې و نه ویستل شي، یو ملت نه‌شي کولای چې هوساینې او نېمکمرغۍ ته ورسېږي؛ نو هغه لار چې بې‌وزلۍ او بې‌روزګارۍ له منځه وړلای شي په هېواد کې د خصوصي سکټور پیاوړتیا، د لا ډېرې پانګونې جذب او د دندو رامنځ‌ته کول دي.»

بل لور ته د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي د مرستو په وېش کې د رونټیا پر نه‌شتوالي نیوکه کوي.

محمد امین د کابل د سواد زده کړې په یوه کورس کې ښوونکی و، خو اوس یې د بوټانو ګنډلو ته مخه کړې او له همدې لارې خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوي.

پخوانی ښوونکی محمد امین د بشري مرستو د وېش بهیر په اړه وايي: «هېڅ مرسته راسره نه‌ده شوې، شپږ ځله یې رانه د پېژدپاڼې کاپي، دوه قطعې عکسونه واخیستل او د موبایل نمبر واخیست، خو هېڅ مو و نه لېدل.»

ورته مهال ځيني کسان چې د واټونو پر غاړه د کار په لټه کې دي؛ د کار له نشتوالي شکایت کوي او وایي، مرستې په  رڼه توګه نه وېشل کیږي.

کارگر رجب علي وايي: «لس ځله راغلل کور یې ولېده، پېژندپاڼه یې رانه واخیستله، نوم او د پلار نوم یې رانه واخیستل، والله که یې راته یوه روپۍ هم راکړې وي.»

یو بل کارگر نذیر وايي: «د تېرو کلونو پرتله ډېر بدلونونه راغلي، ځکه بې‌روزګاري اوج ته رسېدلې ده، یو خوا د کور کرایه راځي، که د کور لګښت ورکړو، د کور کرایې ته نه‌شو رسېدلای، که د کور کرایه ورکړو، د برښنا بل ته رسېدنه نه‌شو کولای.»

د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې د شمېرو له مخې د افغانستان ناخالص تولید شل سلنه کم شوی دی او د افغانستان د سړي سر عاید هم کم شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه