Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بښنې نړیوال سازمان: افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ دی

په افغانستان کې د بشري حقونو د نقضېدو په تړاو د غبرګونونو پر دوام د بښنې نړیوال سازمان په یوه لیک کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا غوښتي چې په افغانستان کې له بشري وضعیته د ملاتړ لپاره یو پرېکړه‌لیک صادر کړي.

یاد سازمان په دې لیک کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی او په وینا یې په دې برخه کې ډېرې جدي تخطۍ ثبت شوې دي.

په بښنې نړیوال سازمان کې د سویلي اسیا څېړونکی زمان سلطاني وايي: «موږ دا لیکلي؛ څو له تاسو وغواړو چې، په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په تړاو له پرېکړه لیکه ملاتړ وکړۍ. په افغانستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی. ځکه دغه هېواد د نړۍوالو قوانینو ضد له بشري جنایاتو، د بشري حقونو له نقض او بشري ناورین سره مخ دی او د ۲۰۲۱ کال د اګست له پنځلمسې راهیسې د ښځو د حقونو نقض کېدل او پر نجونو د محدودیتونو لګول کېدل دوام لري.»

د دغه لیک په یوې برخه کې ویل شوي چې، په افغانستان کې د بشري حقونو د ملاتړو بنسټونو د تړل کېدو له امله د ښځو پر وړاندې زور زیاتۍ هم ډېرې شوې دي.

د بشري حقونو مدافع لیلا بسیم وايي: «له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو او ښځو مدافع بنسټونو زموږ غوښتنه دا ده چې د افغان ښځو برې ته پاملرنه وکړي، باید د بشري حقونو په برخه کې اړوند بنسټونو باید په افغانستان کې فعال وي او پر اوسني حکومت فشار راوړي.»

د بښنې نړۍوال سازمان په دې لیک کې له ملګرو ملتونو غوښتي چې، ښکېلې خواوې دې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ته ډېرې سرچینې په پام کې ونیسي؛ څو په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په تړاو دوسیې په کره دوه وڅېړي.

د ښځو حقونو فعاله نویده خراساني وايي: «په افغانستان کې ښځې له سختو ستونزو سره مخ دي، د ښوونځو دروازې تړلي دي او په ټولو ښځو اعتراض لارې تړل شوې دي، ښځې نیول کېږي، ټکول کېږي او زنداني کېږي.»

له دې سره سم، اسلامي امارت په افغانستان کې د بشري حقونو د نقضېدو په تړاو ادعاوې بې بنسټه ګڼي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي: «دا پروپاګند دی او د اسلامي امارت له راتګ وروسته په اسلامي اصولو په چوکاټ کې د هېوادوالو حقونه خوندي شوي او رښتیا دا دي چې د اسلامي امارت له راتګ وړاندې زموږ د خویندو حقونه تر پښو لاندې وو.»

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرې د دغه سازمان په اته څلوېښتمه غونډه کې د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو کړنې د دوی د ژمنو خلاف وبللې او په افغانستان کې یې د بشري حقونو پر رعایتېدو ټينګار وکړ.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه