Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ا.ا غبرګون: ځينې فعالان د ناقانونه فعالیت له امله نیول شوي

اسلامي امارت وايي چې د ښځو د حقونو فعاله منیژه صدیقي او د ښوونې او روزنې د برخې دوه نور فعالان د ناقانونه کړنو له امله او د اسنادو او شواهدو پر بنسټ نیول شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د بښنې نړۍوال سازمان د اعلامیې په غبرګون کې طلوع‌نیوز ته وايي چې هېڅوک حق نه‌لري چې د اسلامي شریعت او د هېواد د قوانینو خلاف عمل وکړي.

ښاغلي مجاهد وویل:«هغوی په نامشروع فعالیتونو کې ونډه لرله، د اسنادو پر بنسټ نیول شوي، کله چې د محاکمو له خوا پرېکړه وشي او هره پرېکړه چې محاکم وکړي، ورسره چلند به وشي. هېڅوک حق نه‌لري چې د هېواد د قوانینو، عامه امنیت او شرعي اصولو پر خلاف ګام پورته کړي.» 

له بلخوا د بښنې نړۍوال سازمان د سوېلي اسیا څانګې یو ځل بیا د دغو فعالانو د بې قید او شرطه خوشې کېدو غوښتنه کړې او وايي چې د زده‌کړو او د ښځو د حقونو په برخه کې دغه فعالان له کوم جرم پرته په بند کې دي.

 د بښنې نړۍوال سازمان د سوېلي اسیا څانګې د اعلامیې په یوې برخه کې راغلي:«منیژه صدیقي په کوم جرم نه‌ده تورنه شوې؛ خو هغه لا هم په زندان کې ده او د شکنجې او نور ناوړه چلند له خطر سره مخ ده. موږ غواړو چې هغه ډېر ژر او له قید او شرط پرته خوشې شي.»

بل پلو، د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي او محدودیتونو د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

خو د ښځو د حقونو ځينې فعالانې وايي، اسلامي امارت باید د ښځو او د هغوی د حقونو په تړاو په ملي او نړۍواله کچه د اندېښنو د پای ته رسولو لپاره اقدام وکړي.

د ښځو د حقونو فعاله فروزان داوودزۍ طلوع‌نیوز ته وايي:«له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې د ښځو شرعي او اسلامي حقوق ورکړي.»

د بښنې نړۍوال سازمان د سوېلي اسیا څانګې د معلوماتو له مخې، د زده‌کړو په برخه کې فعال احمد فهیم عظیمي او صدیق‌الله افغان د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷مې راهیسې په بند کې دي او د ښځو د حقونو یوه فعاله منیژه صدیقي هم د  ۲۰۲۳ کال د ډسمبر له پنځمې راهیسې بندي ده. 

د بښنې نړۍوال سازمان د سوېلي اسیا څانګې یو ځل بیا د دغو فعالانو د بې قید او شرطه خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه