د پروان اوسېدونکي پهدې ولایت کې د وسلهوالو غلاوو په اړه اندېښمن دي او وایي، ډېری غله د پوځي جامو به لرلو سره په غلاوو لاس پورې کوي.
د دوی په خبره، په وروستۍ یوه اوونۍ کې د دې ولایت به سیدخېل ولسوالۍ کې دری تنه د وسلهوالو غلو له لوري په ډزو وژل شوي دي.
د میوند کورنۍ وايي، تېره اونۍ کور ته د تلو پر مهال د وسلهوالو غلو له لوري تر وهلو ډبولو وروسته په ډزو ووژل شو.
د میوند پلار میرزا محمد پهدې اړه طلوعنیوز ته وايي: «لومړی یې وهلی دبولی، بیا یې په شهادت رسولی او د مور او پلار لپاره یې زغمل ډېر سخت دي.»
د میوند ورور حسیبالله وايي: «ګاونډیان مې خبر کړل، خو څوک را و نه وتل، کور لور ته راغلم، پلار مې له ځان سره واخیست چې لاړو، په یوه ګوټ کې پروت و.»
د میوند پلار د سرپرست حکومت له مسوولانو غواړي چې د دې پېښې عاملان پیدا او جزا ورکړي. د دې ځوان خپلوان ادعا کوي چې هغه نږدې لس مرمۍ ویشتل شوی دی.
د میوند کور په څو مټرۍ کې، د سېدخېل ولسوالۍ شیخ عالي کلي کې وسلهوالو غلو چې پوځي جامې یې اغوستې وې، د یوه زوم کور ته چې تازه یې واده کړی و ور ننوتي او د ناوې د زیوراتو تر اخیستو وروسته یې زوم او د هغه پلار وژلي دي.
د وژل شویو کسانو خپلوان مولوي محمد رقیب وايي: «په لومړي قدم کې چې دوی کور ته دننه شوي وو، ویل، موږ د امارت مجاهدین یوو، ټول کلی یې تلاشي کړ، ویل غږ مو پورته نهکړئ، موږ تلاشي کوو.»
د زوم ورور رقیب الحق وايي: «کورنۍ مې ښار ته ولېږدوله، ځکه د پلار او ورور ځای مې نه شم لېدلای.»
د پروان له یو شمېر نورو ولسوالیو لکه جبل السراج څخه هم راپورونه ورکول کېږي چې وسلهوالو غلو د شپې لهخوا له پوځي یونیفورم څخه په استفادې غلاوې کړې دي.
په همدې حال د پروان امینه قوماندانۍ مسوولان هم پهدې ولایت کې د وسلهوالو غلو شتون مني او زیاتوي چې پهدې تړاو یې دوه تنه نیولي هم دي.
د پروان امنیه قوماندان ملوي عزیز الله عمر وايي: «وسلهوالو کسانو ځینې ستونزې پیدا کړې وې، اوس یې مخه نیول شوې ده.»
په یوه کال کې دا لومړی ځل دی چې په پروان کې د وسلهوالو غلاوو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودل کېږي، خو د دې ولايت سيمهييز چارواکي وايي، د وسلهوالو غلو د نيولو هڅې روانې دي او ډېر ژر به مجازات شي.
په دې اړه مو اندونه