د غور اوسېدونکي پهدې ولایت کې د سون توکو د بیو له لوړوالي شکایت کوي او وایي، سږ کال د نورو کلونو پرتله د سون توکو په تېره د ډبرو سکرو او لرګیو بیې دوه برابره لوړې شوې دي او ډېری کورنۍ یې د اخیستو توان نهلري.
د غلام فاروق په نوم د دې ولایت یو اوسېدونکي وايي: «وروره راغلي یوو چې د ډبرو سکاره واخلو، تېر کال یې بیه ۶۲ افغانۍ وه، خو سږ کال ۱۲۰ او ۱۳۰ افغانیو ته یې بیه لوړه شوې چې موږ یې د اخیستلو توان نهلرو.»
د غور اوسېدونکي د اسلامي امارت له سیمهییزو مسوولانو غواړي چې پهدې ولایت کې د سون توکو بیې کابو کړي.
د دې ولایت یو اوسېدونکی عبدالحمید وايي: «د تېر کال پرتله چې د ډبرو سکارو یو من بیه ۶۰ افغانۍ و، سږ کال یې بیه ۱۲۰ افغانیو ته رسېدلې ده، بېوزله خلک په تېره د غور ولایت خلک د دې توانايي نهلري.»
د محمد نصیر په نوم د دې ولایت یو بل اوسېدونکی وايي: «خلک د یو من ډبرو سکرو او لرګیو د پېرلو وس نهلري، موږ له دولته غواړو چې دې برخې ته پاملرنه وکړي.»
ورته مهال د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان د ډبرو سکرو او لرګیو د بیو د لوړېدو لامل په بازارونو کې د تېلو د بیو لوړوالی بولي.
د غور ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس عبدالحی زعیم وايي: «مجاهدین هم په هڅه کې دي چې بیې راټيټې شي او د خلکو اړتیاوې حل شي.»
غور د هېواد یو لرغونی ولایت دی چې ژمنی موسم یې د نورو ولایتونو په پرتله خورا سوړ او اوسېدونکي یې اړ دي د ژوند تېرولو لپاره سون توکي وپېري.
په دې اړه مو اندونه