Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ډبرو سکرو عواید د قوش‌تیيې پر کانال لګول کیږي

د سرپل بلخاب ولسوالۍ کې د ملي پراختیا شرکت له لورې د ډبرو سکرو په کانونو کې د سمڅو د ایستلو مخه نېول شوې چې د را لوېدو خطر یې له منځه وړی دی.

‎د ډبر سکرو له کانونو ډکه په دغه غرنۍ ولسوالۍ کې اوسېدونکي وایي چې د وزګارتیا کچه پورته تللې او روغتیایي امکانات په نیشت شمېر دي.

دې سره د ملي پراختیا شرکت مسوولین وایي چې د سرپل بلخاب ولسوالۍ د ډبرو سکرو پیسې به د قوش‌تیپې پر کانال ولګول شي.

‎د بلخاب اوسېدونکي مرزا حسن طلوع نیوز سره خبرو کې و ویل: «د کانونو کېندنه اوس بند شوې ده او کاروبار نشته، ډ‌ېر خلک بېکاره دي او ځینې بهر ته لاړل.»

‎د بلخاب بل اوسېدونکي محمد حسین فصیحي و ویل: «له اسلامي امارت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې لومړی دې ټولنیز عدالت رامنځته شي او بیا دې کار زمینه برابره شي.»

‎د ملي پراختیايي شرکت مسوولین بیا وايي، دغه اداره هڅه کوي چې د بلخاب د ډبرو سکرو د حوزې د کېندنې، را ایستنې او بارولو کار ته پراختیا ورکړي او په راتلونکي کې د دغه کار لپاره لا زیات مسلکي کارګر وګوماري.

‎عبدالرحمن عطاش وايي، دمګړۍ د ملي پراختیايي شرکت له لوري په دغه سیمه کې د سړک جوړونې کار هم دوام لري چې په دغه پروژه کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته هم د کار زمینه برابره شوې ده.

‎د ملي پراختیايي شرکت عمومي اجرائیوي رییس عبدالرحمن عطاش و ویل: « نږدې راتلونکې کې به د ولسي خلکو کارونه بیا پیل شي چې هم به اصولي وي او هم په تخنیکي او د کانونو له نورم سره سم به مخکې ځي.»

‎د مالیې وزارت بیا ټینګار کوي چې د اسلامي امارت د بودجې یوه برخه د ډبرو سکرو د کانونو له را ایستنې او صادراتو تمویلیږي.

‎د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل د طلوع نیوز خبریال ته داسې و ویل: «موږ په تېرو ۲۰۲۳ کال کې یو اعشاریه ۶ میلیونه ټنه د ډبرو سکاره پاکستان، ایران، ترکیې او جرمني ته صادر کړي دي چې ارزښت یې نږدې ۲۲ میلیارده افغانۍ کیږي.»

‎بلخاب ولسوالۍ  څه باندې ۱۳۰ زره نفوس لري چې ډيری اوسېدونکي یې د بڼوالۍ او مالدارۍ له لارې ډوډۍ پیدا کوي.

‎د وروستیو مالوماتو پر بنسټ د سرپل د بلخاب ولسوالۍ غرونه نږدې یو نیم میلیارد ټنه د ډبرو سکاره لري.

د ډبر سکرو له کانونو ډکه په دغه غرنۍ ولسوالۍ کې اوسېدونکي وایي چې د وزګارتیا کچه پورته تللې او روغتیایي امکانات په نیشت شمېر دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه