د صنعت او سوداګرۍ وزارت ګاونډویو هېوادونو ته د ډبرو سکرو د صادراتو د کچې له زیاتوالي خبر ورکوي.
د دغه وزارت ویاند طلوع نیوز ته وايي، روان زیږدیز کال په تېرو ۱۱ میاشتو کې یې د ۲۵۲ مېلیون ډالرو په ارزښت د ډبرو سکاره، پاکستان، ترکیې، ایران او هند ته صادر کړي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام اخندزاده جواد وايي:«د ۲۰۲۳ کال د تېرو ۱۱ میاشتو په لړ کې د ۲۵۲ مېلیون ډالرو په ارزښت ترکیې، پاکستان، ایران او هند ته د ډبرو سکاره صادر شوي دي.»
ورته مهال، د پلازمېنې ځينې اوسېدونکي یو ځل بیا د سونګ توکو د بیې له لوړوالي شکایت کوي او وايي، د اقتصادي ستونزو له امله د سونګ توکو د پېرلو وس نهلري.
دوی له اسلامي امارته غواړي چې په پلازمېنه کې د سونګ توکو بیې راټيتې کړي.
د کابل اوسېدونکی محمد نادر وايي:«نرخونه ډېر لوړ دي د پېرلو وس نهلرو. له اسلامي امارته غواړو چې د ډبرو سکرو بیه راټیټه کړي.»
د کابل بل اوسېدونکي حبیب الله هم وویل:«اسلامي امارت باید پر ټولو بیو څارنه ولري. د جمهوریت په وخت کې یو خروار لرګي په اوه زره افغانۍ وو، دمګړۍ دولس زره دي.»
اخوا، په پلازمېنه کې د سون توکو ځيني پلورونکي وايي، دوی هم سون توکي په لوړه بیه پیري او اړ دي چې بېرته په هماغه بیه وپلوري.
د سون توکو پلورونکی فرهاد طلوعنیوز ته وايي:«لرګي خروار ۹۷۰۰ او ۹۸۰۰ دي تېر کال خروار په ۸۰۰۰ وو.»
د سون توکو بل پلورونکی مهرالله هم څرګندوي:«پکتیا بنده ده؛ د لرګیو بیه لوړه شوې، د سالنګ لاره بنده ده. یو ټن سکاره د دره صوف له لارې تر کابله کرایه یې ۷۵۰۰ شوې، دا په دولت پورې اړه لري چې د موټرو کرایه راټیټه کړي، او تېل ارزانه کړي چې مال ارزانه راشي.»
د ډبرو سکرو د صادرونکو ټولنې رییس بیا وايي په هېواد کې د ډبرو سکرو د بیې د لوړوالي لامل د سالنګ لویې لارې تړل دي.
د ډبرو سکرو صادرونکو ټولنې رییس محمد رسول څرګندوي:«یوازینی لامل چې د ډبرو سکاره لوړ شوي د سالنګ لویه لار ده. کابو په یو ټن کې تر ۲۵۰۰ کرایه لوړه شوې ده.»
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم وايي:«هڅه کېږي د ډبرو سکاره چې نورو هېوادونو ته صادرېږي ځينې معیارونه لري او صادرات یوازې یوه هېواد ته نه یا پاکستان ته نه بلکې ټولو هغو هېوادونو ته چې د ډبرو سکرو ته اړتیا لري صادر به شي.»
د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي بیا د ډبرو سکرو د صادراتو زیاتوالی د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره ګټور بولي او د سوداګرو لپاره د لا زیاتو اسانتیاو د برابرېدو غوښتنه کوي.
د اقتصادي چارو شنوونکي محمد نبي افغان وویل:«د ډبرو سکرو د استخراج او لګښت لپاره یې لومړی باید د هېواد اړتیاوې پوره شي او کهچېرې سوداګر یې را نهوړي او حکومت یې بازارونو ته ولېږدوي او نورو هېوادونو ته د ډبرو سکرو صادرات د هېواد په اقتصادي وده کې مثبت رول لري.»
تر دې مخکې، د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال ویلي و، هڅه کوي چې را روان ژمی د کیفیت لرونکو سون توکو په واردولو سره د هېوادوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
په دې اړه مو اندونه