Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د الوتنو د عادي کېدو په هکله د ټرانسپورټ وزارت خوشبیني

د څه باندې یو کال په تېرېدو سره، په افغانستان کې د الوتکو تګ راتګ بېرته عادي حالت ته نه دی راګرځېدلی.

د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت وايي، په ۲۴ ساعتونو کې له ۷۰ تر ۹۰ پورې الوتکې د هېواد له هوايي دهلیزه تېرېږي، چې د تېر پرتله ډېرې کمې دي.

بل لور ته د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت پخوانی مرستیال په دې باور دی چې هوايي شرکتونه د افغانستان پر فضا باور نه لري.

د دغه وزارت عملیاتي مرستیال وايي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، د هېواد فضا غیر مصوونه اعلان شوې او هغه تړون چې په دې وروستیو کې له ګاک شرکت سره لاسلیک شوی دا ستونزه به هواره کړي.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت عملیاتي مرستیال غلام جیلاني وفا وویل:«د نړۍ د هېوادونو بېلابېلې کمپنۍ، اروپايي او امریکايي هېوادونو په ځانګړې توګه کارګو الوتکې د افغانستان له فضا تېرېږي.»

د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت پخوانی مرستیال وايي چې د عبوري الوتنو زیاتوالی په خوندي فضا پورې تړاو لري.

د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت مخکینی مرستیال امام محمد وریماچ وايي:«نړۍوال شرکتونه ځان دومره خوندي نه ګڼي چې د افغانستان له فضا استفاده وکړي بلخوا د افغانستان د هوايي ټرافیک مدیریت ډېر امکانات نه لري.»

د هغه تړون له مخې چې د اماراتو له ګاک شرکت سره لاسلیک شوی، دا شرکت به داسې وسایل وپېري چې په کارولو سره به یې د هېواد له فضا څخه د عبوري الوتنو شمېر زیات شي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت وایي چې ډېر ژر به په متحده عربي اماراتو کې د عبوري الوتنو عوایدو د راټولولو په موخه یو ګډ بانکي حساب پرانیستل شي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت عملیاتي مرستیال غلام جیلاني وفا څرګندوي:«پیسې په ګډ بانکي حساب کې چې په متحده عربي اماراتو کې به وي د ګاک او ټرانسپورټ وزارت حساب ته به ولېږدول شي.»

افغانستان د هرې الوتکې له تېرېدو نهه سوه ډالره عاید لري او ګاک اماراتي شرکت ژمنه کړې چې د افغانستان له فضا به د عبوري الوتنو شمېر زیات شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه