د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وايي، هغه نظرونه چې د اوسني حکومت له چارواکو سره مطابقت نهلري، بېګواښه او بېجزا به پاتې نهشي.
ریچارډ بېنېټ له طلوعنیوز سره په یوه ځانګړې مرکه کې پر دې ټینګار سره چې په افغانستان کې اوسني چارواکي د مخالفو لېدلورو زغم نهلري، زیاتوي، که ماموریت یې وغځول شي، په افغانستان کې به د بشري حقونو په اړه خپلو څېړنو ته دوام ورکړي.
د افغانستان د بشري حقونو په تړاو د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ وايي: «هغه څه چې ما په افغانستان کې ولېدل هغه دا دي چې یو بهیر شته هغه لېد لوري چې د اوسنیو چارواکو له لېدلوري سره سمون نهلري؛ نو هرومره ګواښل او یا هم جزا ورکول کېږي.»
دا په په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت مسوولینو تل ویلي، په افغانستان کې د اسلامي قوانینو په چوکاټ کې بشري حقونه خوندي شوي دي.
ښاغلی بېنېټ وايي، که د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې یې ماموریت وغځول شي؛ نو په افغانستان کې به د بشري حقونو اړوند مسایلو په تړاو خپلو څېړنو ته دوام ورکړي.
د افغانستان د بشري حقونو په تړاو د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ وايي: «ما بلخ او کندهار ته سفر کړی او یوه موده په کابل کې وم. ما نشوای کولی هر ځای ته سفر وکړم او زما ماموریت یو ژور تحقیق نه وو. د دغه هېواد په هر ځای کې چې، څه پېښېږي زه یې په اړه تل خپله اندېښنه څرګندوم؛ خو ما اوس اوس دغه ماموریت پیل کړی او له دغه ماموریته یوازې ۵ میاشتې تېرېږي. که زما ماموریت د بشري حقونو په شورا کې وغځول شي؛ له هغې وروسته به یو کلن تحقیق ترسره کړم او د بې پرې راپور ورکونې لپاره به بیا ځلي افغانستان ته ولاړ شم.»
ریچارډ بېنېټ زیاتوي، دمګړۍ په افغانستان کې د پارلمان، ازادو رسنیو، قضايي نظام او د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون په څېر څارګر بنسټونه یا لمنځه تللي او یا هم ډېر اغیزمن شوي دي.
د بشري او د ماشومانو د حقونو یوه فعاله وايي، که وضعیت همداسې دوام وکړي، افغانستان به له یوه جدي ناورین سره مخ شي.
د بشر او ماشومان د حقونو فعاله طاهره ناصري وايي:«که وضعیت همدا ډول دوام پیدا کړي، طالبان نیوکې ونه مني او د عدالت غوښتنو ته لبیک و نه وايي، د افغاستان وضعیت به لهدې ناوړه شي.»
د ملګرو ملتونو دغه مسوول له اسلامي امارته غواړي چې بشري حقونو ته پام وکړي او سرغړوونکي یې مسوول وګڼي.
په دې اړه مو اندونه