د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي په افغانستان کې د یوه سیاسي بهیر پر جوړېدو او همداراز د افغانانو تر منځ د ملي خبرو اترو پر پیلېدو ټینګار وکړ.
نوموړي چې د امریکا د سټراټیژیکو مطالعاتو په مرکز کې خبرې کولې وویل، د افغانانو خپلمنځي خبرې به په افغانستان کې د وضعیت په ثبات کې مرسته وکړي.
توماس وېسټ وايي: «که د افغانستان د راتلونکي په اړه په ملي کچه له هغو افغانانو سره چې په واقعي توګه په ټولنه کې ملاتړي لري، د خبرو بهیر پیل نهشي، نو زه په رېښتیا ویره لرم او اجماع هم پر دې ده هغه څه چې وینو په ۴۴ کلنې جګړې کې د عطف یو ټکی دی.»
نوموړی زیاتوي، هېواد یې له یوه سولهییز او سوکاله افغانستانه چې پهکې د نجونو، ښځو او نارینه و حقونه رعات شي، ملاتړ کوي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زیاتوي: «هیلهمن یوو او له داسې یوه افغانستانه ملاتړ کوو چې سولهییز او سوکاله وي او بیا ځلي هېڅکله هم د ترهګرو پر پټنځای بدل نهشي او د امریکا او متحدینو پر وړاندې یې ګواښ نهوي او همداراز پهکې د ښځو، نارینهوو او نجونو حقونه خوندي وي.»
د نړیوالو اړیکو کارپوه جاوېد سنګدل وايي: «پهدې ناستو کې باید په هېڅ ډول باید بهرنیان نهوي، دا په دې خاطر هر کله چې بهرنیان یا د سیمې هېوادونه، اروپایان او امریکایان د افغانستان په مسایلو کې ښکېل وو؛ نه یوازې چې پایله یې نه ده ورکړې، بلکې نظامونه یې تر پوښتنې لاندې راوړي.»
خو اسلامي امارت د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي د دې څرګندونو په غبرګون کې وايي، په هېواد کې په ملي کچه خبرو اترو ته څه اړتیا نهشته.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي: «زموږ په هېواد کې سوله او امنیت دی. ټولې ستونزې چې موږ لرو یا دا ډول ستونزې مو مخکې درلودې، اوس نهشته، د خبرو وخت هغه مهال و چې په هېواد کې جګړه وه، بېلابېلو اړخونو حضور درلود او اشغال و، خو اوس هېواد تر یوه چتر لاندې دی او یو مرکزي نظام منځته راغلی دی او خلک له ښې ارامتیا برخمن شوي.»
د ښاغلي ټوماس وېسټ دا څرګندونې داسې حال کې کوي چې کابل تل ویلي اوسنی حکومت ټول ګډونه دی او پهکې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي.
په دې اړه مو اندونه