Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مزارشریف کې زده‌کړیالانو پر کاج ښوونیز مرکز د برید په غبرګون کې لاریون وکړ

د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې یو شمېر ښځینه زده‌کړیالانو پر کاج ښوونیز مرکز د وروستي ځانمرګي برید په غبرګون کې لاریون وکړ.

لاریون کوونکو نجونو د "تعلیم زموږ حق دی، عدالت عدالت" په شعارونو ورکولو سره دا برید وغنده او غوښتنه یې وکړه چې د دې پېښې عاملان په سزا ورسېږي.

د سیاسي چارو شنونکی  طارق فرهادي وايي: «نجونې چې غواړي په یوه خوندي ځای کې درس ولولي، دا غوښتنه یې غیر اسلامي نه‌ده او یو اسلامي دولت باید دوی و نه نیسي دا نړۍ ته د امارت منفي انځور منعکسوي.»

اخوا په کاناډا، فرانسې او جرمني کې یو شمېر افغان کډوالو د اعتراضیه غونډو په جوړولو سره د دغه برید غندنه وکړه او هغه یې هدفي وباله.

په جرمني کې یو افغان کډوال وايي: «میندو یې خپلو ماشومانو ته سهارنۍ چمتو کړې وه، له چاودنې وروسته یې په ټوټه-ټوټه جسدونو پسې په روغتونو کې سرګردانه ګرځېدل.»

بل خوا په ټولنیزو شبکو کې هم په دې تړاو پراخ اعتراضي کمپاین پېل شوی دی.

ورته مهال د کورنیو چارو وزارت هم وایي، دوی د دې برید د عاملانو د پېژندلو لپاره هر اړخیزې څېړنې پېل کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي: «کورنیو چارو وزارت په پلان کې لري له دې وروسته په هغه سیمو کې چې امنیتي ګواښوونه په‌کې ډېر وي، ساتونکي ورته وټاکي او په جدي ډول یې امنیت ټینګ کړي.»

د پوهنې وزارت هم له پېښې درې ورځې وروسته پر کاج ښوونیز مرکز برید غندلی دی او د اسلامي امارت له امنیتي مسوولانویې غوښتي دي،چې د ښوونیزو مرکزونو امنیت وساتي.

د یوناما دفتر وایي، د دې پېښې د وژل شویو شمېر درې پنځوس تنو او د ټپیانو شمېر یو سلو لسو تنو ته زیات شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه