Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د نجونو ښوونځیو پر پرانیستل کېدو د اروپايي ټولنې استازي ټینګار

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی له اسلامي امارته غواړي چې د نجونو پر مخ منځني ښوونځي او لېسې پرانیزي.

توماس نېکلاسون چې په کابل کې یوې خبري غونډې خبرې کولې، زیاته کړه، زده‌کوونکي باید زده‌کړو ته مساوي لاسرسی ولري.

ښاغلی نېکلاسون وايي: «طالبان باید دا ډاډ ورکړي چې په ټول هېواد کې د نجونو او هلکانو ښوونځي پرانېستي دي؛ څو راتلونکي نسلونه چې، کېدای شي لومړنی نسل وي چې، څلور لسیزې جګړې نه تجربه کوي. له ټولو ستونزو سره سره موږ د پوهنتونونو له فعالوالي هرکلی کوو؛ خو که د نجونو متوسطې تړلي پاتې شي او د هلکانو شمولیت هم محدود وي، نو لرې نه ده چې، زده کوونکي به نه وي چې، لوړو زړه کړو ته دوام ورکړي او په راتلونکو کلونو کې به ډاکټران، انجنیران، نرسان او ښوونکي چې د افغانستان راتلونکې جوړوي، نه وي.»

په داسې حال کې چې اسلامي امارت تل ویلي، اوسنی حکومت ټول ګډونه دی، خو د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی ټینګار کوي، نه یوازې نړۍواله ټولنه؛ بلکې د افغانستان ګاونډیان هم له طالبانو غواړي چې ټول ګډونه حکومت جوړ کړي.

نوموړی زیاتوي: «اروپايي ټولنه، ملګري ملتونه، د افغانستان ګاونډي هېوادونه او نړۍوال متحدین دا ټول له طالبانو غواړي چې، د یوه ټول ګډونه حکومت جوړېدو ته اجازه ورکړي. زه په دې برخه کې په ملي کچه ډېر لږ پرمختګ وینم؛ خو برعکس د ښځو، لږکیو، سیاسي مخالفینو محرومیت او ځپل کېدل ډېر لیدل کېږي. خو بیا هم باور لرم چې، ټول ګډونوالی په افغانستان کې د دوامداره سولې او سوکالۍ او په ګاونډیو هېوادونو کې سولې لپاره مهم شرط دی.»

د افغانستان لپاره د اروپايي تولنې استازي په‌دې غونډه کې د افغانان تر منځ پر ملي مصالحې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې، اوسني چارواکي خبرو اترو ته لېوالتیا لري او په وینا یې د دغو خبرو د پراختیا لپاره دواړه لوري باید لاس په کار شي.

نوموړي همداراز په افغانستان کې د بشري حقونو او په ځانګړې توګه په پلازمینه کې د وروستیو چاودنو په تړاو اندېښنه وښوده او اسلامي امارت یې د خلکو د امنیت ساتنې مسوول وباله.

د افغانستان لپاره د اروپايي تولنې استازي څرګندوي: «بشري وضعیت نا هیلې کوونکې پاتې دی او ځینې مسایل د بدېدو په حال کې دي. زه د یوناما د جولای میاشتې او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي له راپورونو هرکلی کوم. موږ د مدني ټولنې لپاره د چاپیریال د محدودولو په تړاو اندېښمن یو او په افغانستان کې په ټولو برخو کې د نجونو او ښځو پر مساوي مشارکت ټينګار لرو.»

اسلامي امارت تر دې مخکې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د نه پرانېستنې لامل د ځينو هېوادوالو مخالفت او د شرایطو نه برابروالی په ګوته کړی وو. سرپرست حکومت همداراز په افغانستان کې د بشري او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د نقضېدو په تړاو راپورونه هم رد کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه