Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د اسلام د ستر پیغمبر(ص) د زوکړې لمانځنه

په کابل کې د ربیع الاول له دولسمې نېټې، د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) کلیزه د یوې غونډې په ترسراوي سره ولمانځل شوه.

په هغې غونډه کې چې د دیني عالمان او ځينو هېوادوالو له حضور سره جوړه شوې وه، دیني عالمانو ټینګار وکړ چې اسلام د سولې او د یو بل منلو دین دی.

د کابل د علماوو رییس مولوي عبدالقادر قامت وویل:«کله چې موږ د ایمان خوږوالی او خوند څکوو، موږ باید له هر څه ډېر له دین سره مینه ولرو، له الله ج او رسول سره یې له هر څه ډېره مینه ولرو. له بده مرغه دا خبرې نشته.»

دغه دیني عالمان زیاتوي، د اسلام دین د انساني حقوقو د رعایت او مهربانۍ دین دی.

د دوی په وینا، ټولو مسلمانانو ته په کار ده چې، د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد ص سیرت د خپل ژوند الګو وګرځوي.

دیني عالم قاري رحمت الله وايي:«کله چې رسول مقبول ص په پيغمبرۍ مبعوث کېده، ټوله نړۍ ناپوهۍ نیولې وه او انسانان په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي وو.»
 
دیني عالم مفتي شمس الرحمن فروتن څرګند کړه:«د رسول الله ص سیرت کله چې د نورو له ژبې واورو، دا زموږ په ژوند کې، زموږ په بدن کې زموږ په عقیده کې او زموږ په پروګرامونو کې بدلون رامنځته کوي.»

د اسلام ستر پیغمبر په ۴۰ کلنۍ کې پر پیغمبرۍ مبعوث شو او له ۲۳ کلنې پیغمبرۍ وروسته د ۶۳ کلونو په عمر له دې نړۍ رحلت وکړ.

دیني عالمان وايي، د اسلام دین د انساني حقوقو د رعایت او مهربانۍ دین دی. د دوی په وینا، ټولو مسلمانانو ته په کار ده چې، د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد ص سیرت د خپل ژوند الګو وګرځوي.

تصویر بندانگشتی

په کابل کې د ربیع الاول له دولسمې نېټې، د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) کلیزه د یوې غونډې په ترسراوي سره ولمانځل شوه.

په هغې غونډه کې چې د دیني عالمان او ځينو هېوادوالو له حضور سره جوړه شوې وه، دیني عالمانو ټینګار وکړ چې اسلام د سولې او د یو بل منلو دین دی.

د کابل د علماوو رییس مولوي عبدالقادر قامت وویل:«کله چې موږ د ایمان خوږوالی او خوند څکوو، موږ باید له هر څه ډېر له دین سره مینه ولرو، له الله ج او رسول سره یې له هر څه ډېره مینه ولرو. له بده مرغه دا خبرې نشته.»

دغه دیني عالمان زیاتوي، د اسلام دین د انساني حقوقو د رعایت او مهربانۍ دین دی.

د دوی په وینا، ټولو مسلمانانو ته په کار ده چې، د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد ص سیرت د خپل ژوند الګو وګرځوي.

دیني عالم قاري رحمت الله وايي:«کله چې رسول مقبول ص په پيغمبرۍ مبعوث کېده، ټوله نړۍ ناپوهۍ نیولې وه او انسانان په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي وو.»
 
دیني عالم مفتي شمس الرحمن فروتن څرګند کړه:«د رسول الله ص سیرت کله چې د نورو له ژبې واورو، دا زموږ په ژوند کې، زموږ په بدن کې زموږ په عقیده کې او زموږ په پروګرامونو کې بدلون رامنځته کوي.»

د اسلام ستر پیغمبر په ۴۰ کلنۍ کې پر پیغمبرۍ مبعوث شو او له ۲۳ کلنې پیغمبرۍ وروسته د ۶۳ کلونو په عمر له دې نړۍ رحلت وکړ.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه