په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي، چې افغانستان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا کې د غړیتوب لپاره نوماند دی.
د نصیر فایق په وینا، افغانستان د دغې څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره له پنځو نورو هېوادونو سره سیالي کوي او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د درې کلونو لپاره ګټوونکو هېوادونو ته سپارل کېږي.
ټاکل شوې ده چې د هغو شپږو هېوادونو له منځ چې افغانستان هم په کې شامل دی، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څلورو څوکیو د ترلاسه کولو لپاره سره سیالي وکړي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي:«د دغې شورا اهمیت په دې کې دی چې د بشري حقونو د ودې او ساتنې لپاره د هېوادونو وړاندیزونه او سپارښتنې عمومي اسامبلې ته وړاندې کوي او په دغې شورا کې غړیتوب د هېوادونو لپاره مهم دي.»
بل خوا په ژنیف، اسلو او اسټرالیا کې د افغانستان استازولیو د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره په دې شورا کې د افغانستان د غړیتوب د غځېدو غوښتنه کړې ده.
د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي څرګندوي:«هیله لرو چې یوه ورځ افغانستان د اسلامي قوانینو او بشري حقونو د ځلېدو مرکز وي د دې سربېره چې دلته د افغانستان چانس کم دی.»
اخوا د اسلامي امارت ویاند له ملګرو ملتونو غواړي چې د افغانستان څوکۍ سرپرست حکومت ته وسپاري.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«له ملګرو ملتونو سازمانه زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ حکومت په رسمیت وپېژني ځکه موږ هم د ملګرو ملتونو سازمان غړي یوو او د نړۍ مهم هېواد یوو او د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته ورکړي.»
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۲۰۰۶ کال کې جوړه شوه. د دې شورا اصلي ماموریت، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د فعالیتونو همغږي او د بشري حقونو د مسایلو په تړاو د نړۍوالو همکاریو پیاوړتیا ده.
دغه شورا ۴۷ غړي لري چې هر درې کاله وروسته د نویو غړو د ټاکلو لپاره رای اچونه کوي.
په دې اړه مو اندونه