د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په ملګرو ملتونو کې اسلامي امارت ته د افغانستان د څوکۍ د سپارل کېدو غوښتنه کړې.
مولوي عبدالکبیر په سپیدار ماڼۍ کې د افغانستان لپاره د برېټانیې له شارژدافیر رابرټ چارټرټن ډکسن سره په کتنه کې ویلي، چې اسلامي امارت له بریتانیا او د نړۍ له نورو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.
ارګ د رابرټ چارټرټن ډکس له خولې ویلي دي، چې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د استازي له خوا چمتو شوی راپور له نړۍ سره د اسلامي امارت اړیکې ښې کولای شي.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد و ویل: «هغه ژمنه چې اسلامي امارت لري هغه دا ده چې له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي په دې شرط چې د نورو په چارو کې لاوهنه و نه کړي او افغانان پریږدي چې پرمختګ او دایمي ثبات ته ادامه ورکړي او دې لار کې کوم خنډ نه وي موجود.»
دا له نږدې درېیو میاشتو وروسته د هېوادونو له استازو سره د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال لومړۍ کتنه ده.
بلخوا، د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي دغه کتنې د سرپرست حکومت او نړۍ ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لپاره ګټورې ګڼې.
د سیاسي چارو شنونکي، احمد خان اندړ و ویل: « افغانستان لپاره د برېټانیا سفارت له شارژدافیر سره د اسلامي امارت د ریاست الوزار سیاسي مرستیال لیدنه د هېواد د وضعیت لپاره ګټه رسوي او مستقیمې اغیزې به ولري.»
د نړۍوالو چارو شنونکي، واحد فقیري و ویل: « د اسلامي امارت ریس الوزرا سیاسي مرستیال د برېټانیا سفارت له شارژدافیر سره په لیدنه کې غوښتنه کړې چې ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ دې اسلامي امارت ته ورکړل شي. زما په اند دا یوه خیالي غوښتنه ده، امارت باید اول د ننه هېواد کې اصلاحات راولي.»
له دې سره هممهاله، مولوي عبدالکبیر پرون هم د کابینې له یو شمېر غړو سره کتلي او د کډوالو د راستنېدو په تړاو یې د ښه مدیریت په ګډون پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
په دې کتنه کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د راستنو شویو او راستنېدونکو لپاره د هر راز اسانتياوو د برابرولو او د مرستو د همغږۍ ډاډ ورکړ.
په دې اړه مو اندونه