Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د نجونو ښوونځیو پرانیستو لپاره د اروپايي ټولنې د استازي ټینګار

له شپږم ټولګي پورته نجونو ښوونځیو د تړلو په وړاندې د غبرګونونو په دوام، د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی په افغانستان کې د نجونو ښوونځیو د بې له ځنډه پرانیستو غوښتنه کړې ده.

د اروپايي ټولنې ډیپلوماټ ټوماس نېکلاسون پر خپله ټویټر پاڼه د مېرمنو زده کړه د هېواد د راتلونکي لپاره د ارزښت وړ بولي.

د سیاسي چارو کارپوه نجیب الله جامع په دې هکله وویل:«د نجونو د ښوونځيو د پرانستو مسله باید ژر تر ژره حل شي. دا د افغانستان د ملت غوښتنه ده. هېڅوک له هېڅ دلیل او منطق سره توجیه کولای نه شي چې ښوونځیو ته د افغان نجونو د تک مانع شي.»

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې هم پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د ټولو افغانانو حقونو ته پاملرنه په تېره بیا د مېرمنو د زده کړو حق مهم دی.

د ښځو د حقونو فعاله وحیده عدالت جو څرګندوي:«له بده مرغه په افغانستان کې لاهم د ښوونځيو دروازې تړلې دي او نجونو د خپل ژوند له لومړنیو حقونو محرومې دي او هیله لرو چې د ماشومانو له نړۍوالې ورځې څخه په استفادې چې موږ هم د نړۍوالې ټولنې غړي یوو. د ښوونځیو دروازې ژر تر ژره پرانیستل شي.»

اخوا، د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي له نجونو زده کوونکو غوښتي چې په پیاوړې ارادې سره خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

اسلامي امارت وایي چې د نجونو ښوونځیو د پرانیستو لپاره د حل لارې موندلو په موخه هڅې روانې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«هڅې روانې دي. چارواکي هڅې کوي چې د شرعیت او اسلامي چوکاټ پر بنسټ یوه مناسبه حل لار پيدا کړي.»

بلخوا د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي د نجونو په نړۍواله ورځ په خپلو تازه څرګندونو کې پر خپله ټویټر پاڼه د افغان نجونو د محرومیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه