د اکټوبر ۱۵مه د نابینایانو نړیواله ورځ ده. په افغانستان کې یو شمېر نابینایان وايي، د پوهنې په برخه کې دوی ته پاملرنه نهده شوې.
دوی وايي، اسلامي امارت باید پهدې برخه کې له نابینایانو سره مرسته وکړي او د دوی اقتصادي ستونزې حل کړي.
یو شمېر ښځینه نابینایانې په کابل د یو لړ مراسمو پر مهال د خپل بد اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه لري.
لس کلنه مروه وايي، د زدهکړو ښه زمینه ورته برابره شوې نهده او پهدې برخه کې له ستونزو سره مخ ده.
اغلې مروه وايي: «په ښوونځي کې د ستونزو له ډلې یوه ستونزه د کتابونو نشتون ده، چې کله ناکله کتابونه نه وي او ځیني وخت موټر خرابه وي، چې موږ ښوونځي ته نشو تللی.»
یوه بله نابینا فرشته وايي: «زه خوشاله یم چې زموږ دردېدلی ملت هم نابینایانو ته یو اهمیت ورکوي او احترام ورته لري.»
په دې مراسمو کې د نابینایانو د حقونو خوندیتوب یو شمېر بنسټونه زیاتوي، ډېری خلک له نابینایانو سره ښه چلند نه کوي.
د نابینایانو د هوساینې او خدمتونو موسسې رییس محمد احسان فیاض وايي: «په افغانستان کې نابینایان له زیاتو ستونزو سره مخ دي.له اقتصادي اړخه نابینایان کومه تکیه نه لري، چې په کور او ټولنه کې پرې اساسي رول ولوبوي.»
د نابینایانو ټولنیز بنسټ فرهنګي مسوول محمد غفار وايي: «د نابینایانو لپاره د کار زمینه نه ده برابره شوې او د زده کړو برخه کې هم ستونزې لري.»
بلخوا د نابینایانو مسلکي انسټېټیوټ امر وايي، دغه انسټېټیوټ کې نږدې دوه سوه پنځوس زده کوونکي زده کړې کوي او نابینایانو ته يې د زده کړو زمینه برابره کړې.
د دې انسټېټیوټ امر نور محمد فیضي زیاتوي: «نابینایی یوه ناتوانایی نه ده، بلکی هر نابینا کولای شي چې هر کار مخته بوځي او هر مسلک مخته یوسي.»
د نابینایانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په دې مرکز کې د نابینایانو تر منځ د فوټبال سیالۍ هم پیل شوې وه چې د سیالۍ هدف د نابینایانو د توانايي او ظرفیت ښودل دي.
اخوا د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، دا مهال په افغانستان کې څه باندې څلور میلیونه معلولین شته چې د نابینایانو په ګډون ډېری یې له بېلابېلو تبعیضونو سره مخ دي.
په دې اړه مو اندونه