د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکونکي ریچارټ بنټ د پنجشېر ولایت له ځايي چارواکو سره لیدلي دي.
د پنجشېر اطلاعاتو او کلتور رییس نصرالله ملک زاده وايي چې ښاغلي بنټ پنجشېر ته د خپل سفر موخه دغه ولایت کې د بشري حقونو په تړاو د مطرح شویو اندېښنو ارزونه په ګوته کړې ده.
ښاغلي ملک زاده په دې هکله وویل:«نن د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی پنجشېر ته راغی او د پنجشېر له والي صاحب سره یې ولیدل، د پنجشېر والي صاحب په افغانستان کې د بشري حقونو اوسنی وضعیت د څو وروستیو لسیزو پرتله ښه وګڼه.»
د پنجشېر والي محمد حسن هاشمي هم په دغې لیدنه کې ویلي چې د تېر پرتله په دغه ولایت کې د بشري حقونو وضعیت ښه دی.
له دې سره سم، د چارو ځینې شنوونکي وايي، دا چې، ښاغلي بنت ته د دې اجازه ورکړ شوې چې، پنجشېر ته ولاړ شي، یو مثبت ګام دی.
د سیاسي چارو شنوونکی طارق فرهادي وايي:«حکومت شرایط مساعد کړل چې ریچارډ بنټ پنجشېر ته سفر وکړي دا ډېره ښه خبره ده، د دې لپاره چې د ریچارډ بنټ په کار کې روڼتیا ډېر مهم دی، دا د افغانستان لپاره یو مثبت سګنال دی.»
دا لومړی ځل دی چې، د افغانستان د ملګروملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی پنجشېر ته ځي او داسې پتېیل کېږي چې، د بشري حقونو په اړه د ادعاګانو له څېړنې وروسته به خپل راپور د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وړاندې کړي.
په دې اړه مو اندونه