د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینېرلي اوغلو دنده د روان زیږدیز کال په فبروري میاشت کې پای ته ورسېده.
په ملګروملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق په افغانستان کې د فریدون سینېرلي اوغلو دنده بریالۍ بولي او وایي چې د افغانستان په تړاو خپلواکه ارزونه د افغانستان په تړاو د ټولو نړۍوالو خبرو اترو د بحث محور دی.
فایق په باور چې، دغه ارزونه نړۍوالې اجماع ته د رسېدو، له طالبانو سره د نړۍوالې ټولنې د تعامل او د افغانستان د کړکېچ د هواري او د یوې همغږې تګلارې د جوړېدو لپاره د یوه سند په توګه ګڼل کېږي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست طلوعنیوز ته وايي:«ښايي په دغه راپور کې نیمګړتیاوې موجودې وې، د هغو مسایلو په هکله چې په راپور کې راغلي د ښځو د بېلابېلو ډلو او د افغانستان د خلکو د بېلابېلو ډلو له خوا ځينې نیوکې هم موجودې دي؛ خو په ټول کې ماموریت یې بریالی و.»
له دې سره اسلامي امارت ټينګار کوي چې باید د افغانستان اړوند راپورونو کې رښتینولي په پام کې ونیول شي او وايي، د افغانستان د وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي همغږي کوونکي معلومات تر یوه بریده ښه و؛ خو زیاتوي چې د خپلواکې ارزونې ځینې برخې سرپرست حکومت ته د منلو وړ نهوې.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد طلوعنیوز ته وویل:«باید ووایم چې په راپور کې یې تر یوه بریده معلومات ښه وو؛ خو ځينې ټکي وو چې موږ ته د منلو وړ نهدي او ځينې وړاندیزونه یې لرل چې د ملګرو ملتونو سازمان له خوا د افغانستان لپاره دې یو ځانګړی استازی وګومارل شي. چې زموږ له خوا غیر ضروري ښکاره شو.»
د نړۍوالو چارو شنونکی واحد فقیري هم په دې هکله وايي:«د افغانستان لپاره استازی د امنیت شورا د پرېکړهلیک پر بنسټ ګومارل کېږي، په دې معنا چې طالبان نهشي کولای د هغه مخه ونیسي، که طالبان یې وغواړي او که یې ونه غواړي، استازی ګومارل کېږي او د هغه دنده به د امارت او نړۍ ترمنځ د نوي تفاهم رامنځته کول وي.»
فریدون سینېرلي اوغلو تر دې مخکې، په ملګرو ملتونو کې ترکیې ځانګړی استازی او سفیر و چې د ۲۰۲۳ کال په اپریل میاشت کې، د امنیت شورا د ۲۶۲۷ پرېکړه لیک پر بنسټ، د افغانستان د وضعیت په تړاو د یوه ځانګړي راپور د چمتو کولو په موخه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي همغږي کوونکي په توګه و ګومارل شو.
په دې اړه مو اندونه