Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

وثیق: که کوم هېوادوال په بلل شویو سیاسي څېرو کومه دعوا ولري، وبه څېړل شي

له شخصیتونو سره د تماس کمېسیون وايي که چېرې کوم هېوادوال د سیاسي څېرو په وړاندې کومه ادعا ولري، د دغه کمېسیون له خوا به وڅېړل شي.

د دغه کمېسیون ویاند احمدالله وثیق وایي، چې هېواد ته راستنې شوې سیاسي څېرې له بشپړ خوندیتوبه برخمنې دي او دوسیه یې به یې د دغه کمېسیون له لوري وڅېړل شي.

ښاغلي وثیق وویل:«هغوی کمېسیون ته راځي او عریضه کوي او خپله دعوا ثبتوي چې په دغه کس دعوا لرم. له دې وروسته کمېسیون د هغوی دعوا څېړي او اقدام کوي.»

د دعه کمېسیون ویاند همدارنګه وايي چې تر اوسه د مخکیني حکومت نږدې ۳۷۰ سیاسي څېرې هېواد ته راغلې دي.

بل خوا احمدالله وثیق وایي، چې ښایي د پخواني ولسمشر حامد کرزي د سفر په برخه کې اسلامي امارت ځينې ملاحظات ولري.

هغه په دې هکله څرګنده کړه:«ښايي حکومت خپل لیدلوری ولري ښايي خپل مصلحتونه ولري.»

بل خوا د مخکیني حکومت یو شمېر چارواکي چې هېواد ته راغلي وو، بېرته تللي دي.

د افغانستان برېښنا شرکت پخوانی رییس امان الله غالب په دې هکله څرګندوي:«ځينې پخواني ملګري او دوستان مې دي چې لېواله دي له ما سره یوځای له یوه مشخص او منظم پروګرام سره د خدمت جوګه شوو د دې لپاره زه بېرته ولاړم چې له هغوی سره مشوره وکړم.»

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي هم طلوع نیوز ته وویل:«افغانستان کې یوې اعتماد جوړونې ته ډېره اړتیا ده د دې لپاره چې ځينې افغانان لرو چې له هېواده بهر ډېرې پیسې لري. په خلیج، په پاکستان، په ترکیه او په اروپا کې، دوی دې راشي او په هېواد کې دې پانګونه وکړي او کولای شي چې هېواد له بې وزلۍ وژغوري.»

له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون د اسلامي امارت د مشر د فرمان پر بنسټ، د ۱۴۰۱ کال په غوايي میاشت کې جوړ شو.

دغه کمېسیون دنده لري چې هغو سیاسي، پوځي او کلتوري څېرو ته چې د جمهوریت د سقوط پرمهال له هېواد نه تللي دي، د بېرته راتګ زمینه برابره کړي.

له شخصیتونو سره د تماس کمېسیون ویاند همدارنګه وايي چې تر اوسه د مخکیني حکومت نږدې ۳۷۰ سیاسي څېرې هېواد ته راغلې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه