د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی له نړیوالې ټولنې غواړي چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته پام وکړي.
د ملګرو ملتونو عمومي مجمعې ته د خپل راپور له وړاندې کولو وروسته په دې خبري غونډه وايي، اسلامي امارت د دوحې د هوکړې پر بنسټ د بشري حقونو په اړه پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړي.
رېچارډ بېنېټ وايي: «زما نظر دا دی چې، مهمه ده څو افغانستان ته پام وکړو. ان که په دې برخه کې رقابتي خبرونه هم وي؛ موږ مسوولیت لرو نه دا چې، هېر یې کړو.»
خو د هېواد بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازو د ارزونو په غبرګون کې وايي، اسلامي امارت له دوی سره لازمې همکارۍ کوي او په وینا یې نه ښايي دغه استازي له دغه وضعیته ناسمه استفاده وکړي.
د دې وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وايي: «د بشري حقونو د بشري وضعیت د څار لپاره ګمارل شویو ادارو او اشخاصو ته د بېپرې څېړنو او واقعیت موندنو لپاره هر ډول اړینې اسانتیاوې برابرې کړي او د امنیتي ادارو په ګډون ټول امارتي ادارې پهدې برخه کې اړینه همکاري ورسره کوي؛ نو یادې ادارې هم باید هم اخلاقاً له دغې مثبتې روحیې څخه ناوړه استفاده و نهکړي..»
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي په خپل دې راپور کې د بشري حقونو له مسایلو سربېره د اقتصاد، ټولنیزو او سیاسي چارو په تړاو هم څرګندونې کړې دي.
د نړیوالو اړیکو کارپوه جاوېد سنگدل وايي: «زموږ غوښتنه دا ده چې افغان حکومت باید د نجونو ښوونځیو په برخه کې، د مدني ازادي، سیاسي اشتراک، د ګوندونو او په لویه کې د عاقلانه تعامل په لار کې چې اصلاحات او یو بسته وړاندې کړي او ټولو هغو موضوعاتو ته چې نړۍ یې له افغان حکومت سره پهکې مشکل لري، د پای ټکی کېږي.»
د سیاسي چارو کارپوه نجیبالله جامع وايي: «نړۍ تل د افغانانو په مقابل کې سیاسي چلن کړی دی، که غواړي د افغانستان او افغانانو ستونزه حل شي، باید د افغانستان په جغرافیه خپله سیمهییزه او نړیواله سیالۍ پرېږدي.»
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی په تېرو اوو میاشتو کې دوه ځلي افغانستان ته راغلی او په وروستي سفر کې یې له نورو چارو سربېره په پنجشېر او بامیان ولایتونو کې بشري وضعیت هم وارزاوه.
په دې اړه مو اندونه