نن شنبې (د لړم په ۷مه) په کابل کې د ښځو یوې ډلې د نجونو د منځنیو او لېسو د تړلو پاتې کېدو په غبرګون کې په لاریون لاس پورې کړ او د ښوونځیو د پرانیستو غوښتونکي شول.
دغو مېرمنو چې د کابل ښار په تایمني سیمه کې د ملکه ثریا ښوونځي په مخ کې لاریون کړی وو، له اسلامي امارته غواړي چې له ځنډ پرته د نجونو ټول ښوونځي دې بېرته پرانیستل شي.
دوی وایي، چې تر ۴۰۰ زیاتې ورځې کېږي، چې د منځنۍ او لېسې دورې زده کوونکې نجونې ښوونځیو ته له تګه محرومې شوې دي.
ښوونکې سودابه نژند وايي:«له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې ښوونځي پرانیزي، او اجازه ورکړي چې نجونې ښوونځيو ته ولاړې شي.»
د بشري حقونو فعاله حمیرا فرهنګ یار څرګندوي:«موږ تر هغې په مېړانه خپلې مبارزې ته دوام ورکوو چې ښوونځي پرانیستل شي.»
بل خوا د یو شمېر ښځینه زده کوونکې وایي، چې د نجونو د ښوونځيو پرانیستل باید تر دې زیات ونه ځنډېږي.
زده کوونکې هدیه زیاتوي:«زموږ ښوونځي دې پرانیزي زموږ ګناه څه ده دا چې نجونې یوو؟.»
بلې زده کوونکې یلدا وویل:«زموږ غوښتنه دا ده چې ښوونځي دې پرانیزي څه باندې ۴۰۰ ورځې کېږي چې نجونې ښوونځيو ته نه دي تللي.»
زده کوونکې زهرا هم څرګندوي:«د ښوونځيو په ملاتړ چې هر ډول کمپاین شوی پایله یې ورکړې او موږ ترې ملاتړ کوو.»
اسلامي امارت تر دې وړاندې ویلي دي، چې د نجونو د ښوونځيو د پرانیستو پر طرحې کار روان دی، خو څرګنده نه ده، چې دغه طرحه به کله بشپړېږي.
په دې اړه مو اندونه