Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ۱۴۰۱ کال کانکور پایلو اعلان؛ سلیمان د دې ازموینې عمومي اول نمره شو

د ازموینو ملي ادارې نن (شنبه د لړم ۱۴مه) په یو لړ مراسمو کې د ۱۴۰۱ کال د کانکور ازموینې پایلې رسماً اعلان کړې.

د دې ادارې د اعلان له مخې، د هرات ولایت اوسېدونکي او د سلطان غیاث‌الدین لېسې زده‌کوونکي سلیمان د ۳۵۵.۴۲۰۴ د نمبرو په تر لاسه کولو سره د سږ کال کانکور ازموینې عمومي اول نمره شو او د هرات پوهنتون معالجوي طب ته یې لاره پیدا کړه.

د کابل اوسېدونکي محمد بشیر ۳۵۵.۳۲۸ نمرو په تر لاسه کولو سره دویم او د هرات ولایت اوسېدونکي هدایت الله د ۳۵۴ نمرو په تر لاسه کولو سره د سږ کال کانکور په ازموینه کې درېیم مقام ګټلی دی.

د ازموینو ملي ادارې سرپرست عبدالقدیر خموش د ۱۴۰۱ کال د کانکور ازموینې پایلو د اعلان مراسمو پر مهال وویل، هغو زده‌کوونکو چې لوړې نمرې ګټلي، خو خپل د خوښو پوهنځیو ته نه‌دي بریالي شوي، نورو پوهنځیو ته چې د پذیرش ظرفیت ولري، وپېژندل شي.

ښاغلي خموش زیاته کړه، که په‌دې برخه کې کوم شکایتونه وي، هغه به ثبت او رسېدنه به ورته وشي.

د دې کسانو تر څنګ هغوی چې له څلورم څخه تر لسم پورې مقامومه ګټلي په لاندې ډول دي:

د غزني اوسېدونکی محمد ضیا ۳۵۳.۹۳ نمرې – د کابل طب پوهنځی، د ابو علي ابن سینا طبي پوهنتون

د کندوز اوسېدونکی محمد عزیز  ۳۵۳.۷۲ نمرې - د کابل طب پوهنځی، د کابل طبي پوهنتون

د کابل اوسېدونکی منصور بیک ۳۵۳.۴۹۷ نمبرې - د کابل طب پوهنځی، د کابل طبي پوهنتون

د بلخ اوسېدونکی سید محسن ۳۵۲.۱۴ نمبرې – د طب پوهنځی، د بلخ طبي پوهنتون

د بامیان اوسېدونکی نجیب‌الله ۳۵۲ نمرې - د کابل طب پوهنځی، د کابل طبي پوهنتون

د کابل اوسېدونکی مصطفی ۳۵۲ نمرې - د کابل طب پوهنځی، د کابل طبي پوهنتون

د کابل اوسېدونکی محمد عبدالله ۳۵۲ نمرې - د کابل طب پوهنځی، د کابل طبي پوهنتون

د سږ کال کانکور ازموینې په لسو غوره بریالي شویو کسانو کې نجونې نه‌لېدل کېږي، په داسې حال کې د تېرو دوو کلونو په کانکور ازموینو کې دوو نجونو لومړي مقامونه تر لاسه کړي وو.

په سږ کال کانکور ازموینه کې ۱۴۰ زرو نجونو او هلکانو ګډون کړی و چې له ډلې یې ۸۶ زره کسان بریالي شوي دي.

د سږ کال کانکور ازموینه د شپږ میاشتو په ځنډ بریالۍ سره د تلې په ۱۳مه پیل او د همدې میاشتې په ۲۱مه پای ته ورسېدله.

د ازموینو ملي ادارې سرپرست عبدالقدیر خموش وايي، که په‌دې برخه کې کوم شکایتونه وي، هغه به ثبت او رسېدنه به ورته وشي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه